د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې ستر دیني عالم مولانا طیب قریشي د پولیو تباه کنه اثرات د نږدې لیدلي دي.
د هغه خپل دوه رشته داران یو وخت د همدې کرغېړن وایرس ښکار شوي و، کوم چې په ټوله نړۍ کې اوس ختم کړی شوی مګر تر اوسه لا په پاکستان او ګاونډي ملک افغانستان کې ورک کړی شوی ندی.
مولانا قریشي د خپلو پولیو وهلو رشته دارانو په اړه وایي: "که چېرته د هغو والدینو بې غوري نه وه کړې [معنا دا چې ماشومانو ته یې که وېکسین ورکړی و]، نو بچیان به یې نن مفلوج نه وای."
مولانا قریشي، د خیبرپښتونخوا د ستر خطیب یا د جمعې لمانځه د امام په حیث چې د پېښور د اوولسمې سدۍ تاریخي جومات محبت خان مسجد کې هرکله چې فرصت پیدا کړي، که هغه د جمعې ورځې لمونځ وي که د اختر لمونځونه وي نو دا پیغام خلکو ته اوروي. هغه ته په دې موقع تر څلوېښت زرو کسانو پورې راغونډيږي او هغه د کلیو د ملکانو سره هم په ملاقات کې دا خبرې کوي.
مولانا قریشي د وي او اې سره په مرکه کې وویل: "زه ډېر په ډاګه او سپینه خبره کوم: زه هغوی ته وایم، دا (وېکسین) مفته دی، تاسو باندې هېڅ خرچه نه راځي، نو تاسو ولې دا سنجیده نه اخلئ؟"
مولانا قریشي یوازېنی پاکستانی ملا ندی چې د وېکسین په مفاد تبلیغ کوي. زیات شمېر مشهوره ديني عالمانو د وېکسین په حمایت کې فتواګانې جاري کړي دي، چې د هغوی په رویه کې یو قابل توجو بدلون څرګندوي. قریشي وایي، د وېکسین اخېستو په باب شک او تردید، چې د پولیو د له منځه وړلو دپاره یو ناقابل اعتماد خنډ و، اوس راکم شوی دی.
د پېښور نه بهر لېرې علاقې چې یو وخت د وېکسین د انکار له کبله مشهورې وې، اوس یې وېکسین منلی دی.
د مولانا قریشي په وینا، "فتواګانو ډېر غټ اثر کړی دی."
که پاکستان او افغانستان کوشش کوي چې پولیو ختمه کړي، خو بیا هم د غلطو معلوماتو خورېدل یو اهم خنډ پاته شوی دی. ګرچه په دغو دواړو ملکونو کې د وېکسین کولو کچه په عمومي توګه لوړه ده، د سرحد په اوږدو کې اوس هم داسې ځای ځای شته چې د وېکسین انکاریان دي او د پولیو د ختمولو هڅې د خطر سره مخ کوي.
د وېکسین په باب د غلطو معلوماتو د مقابلې دپاره، د صحت چارواکي زیاتره د قریشي په شان د اثر رسوخ لرونکو ملایانو مدد غوښتی دی. ماهرین وایي، دغه دیني علما چې پخپلې معاشرې کې قابل اعتماد آوازونه بلل کیږي، د وېکسین په باب د نقصان آوره افسانو او دروغو او دوکو په شنډولو کې یو اهم کردار ادا کوي.
د کولمبیا یونیورسېټي د صحت پالیسۍ د برخې یو پروفېسر کای روجېري چې د وېکسین په باب غلطو معلوماتو باندې یې یو کتاب هم لیکلی، وایي: "د دې سره د مقابلې تر ټولو بهترینه لاره دا ده چې په معاشرو کې د اعتماد وړ اشخاص طاقتوره کړو چې [د دغو غلطو معلوماتو] مقابله وکړي او حقیقي معلومات خلکو ته ورکړي."
افغانستان او پاکستان یوازېني ملکونه دي چېرته چې پولیو مرض خپور پاته دی. او سږ کال د پولیو عالمي ورځې په رارسېدو سره، دا فکرمندۍ تازه شوي دي چې آیا دا ملکونه د پولیو مرض د ختمولو صلاحیتونه لري او که نه.
یاد ګاونډي هېوادونه یو ځل د پولیو ختمولو ته ډېر نږدې شول. مګر دوامداره ناامني او ورسره په سرحد باندې د خلکو تګ راتګ د دې سبب شو چې دا مرض یو ځل بیا په دغو ملکونو کې سر راپورته کړي.
پاکستان سږکال د پولیو څلوېښت (۴۰) او افغانستان د پولیو لږ تر لږه شل (۲۰) واقعې رېجسټر کړي دي. تېر کال په هر یوه دغه ملکونو کې د پولیو شپږ شپږ واقعې لیدل شوې وې، خو سږکال یې شمېره د پام وړ زیاته شوې ده.
تېره میاشت چې کله څه باندې یو میلین پاکستاني ماشومان له وېکسین نه محرومه پاته شول، او همدا شان افغانستان کې طالبانو لنډ مهال د وېکسین کمپېنونه وځنډول، نو دا د پولیو د مقابلې په برخه کې یو ګام شاته تګ و.
په جېنېوا کې د صحت عالمي ادارې د پولیو ختمولو پروګرام یو ترجمان، اولېور روزنباور وایي چې غلط معلومات د پولیو د له منځه وړلو په لاره کې یوازېنی خنډ ندی، بلکه د بنیادي اډانو نشتون، ناامني، او د آبادۍ زیاتوالی هم په دې کې نور خنډان ګڼل کیږي.
روزنباور په یوه مرکه کې وویل: "اهم ټکی دا دی چې پولیو وایرس دې ته نه ګوري چې یو ماشوم ولې ندی وېکسین شوی. پولیو وایرس د هماغه ماشوم په پیدا کولو کې ډېر تکړه دی کوم چې وېکسین یې نه وي اخېستی."
پولیو، یو داسې مفلوج کوونکی مرض چې د مرګ سبب هم کېدلی شي، د ډېر وخت راهیسي د نړۍ په نورو برخو کې ختم کړی شوی، چې د عمومي وېکسین کولو د کوششونو برکت دی. د نړۍ په نورو ملکونو کې، اکثره خلکو ته پولیو یو داسې مرض دی چې ډېر پخوا یې اورېدلی یا یې اوس په تاریخي کتابونو کې لولي.
خو په افغانستان او پاکستان کې، په تېرو لسیزو کې د قابل توجو پرمختګ باوجود، پولیو د یو ځوروونکي حقیقت په توګه پاته دی. روزنباور وایي، که څوک وغواړي چې نظر واچوي، نو د پولیو ناوړه اثرات دې ملکونو کې لیدلی شي.
روزنباور زیاتوي: "دا داسې یو مرض دی چې والدین یې لا هم ګوري. که تاسو کراچۍ یا کابل کې شاوخوا وګرځئ، نو اوس هم داسې خلک په سړکونو ګورئ چې پولیو وهلي دي."
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای ځای د وېکسین انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.
د سرحدي کرښې دواړه غاړه، تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې تشدد آمیزه حملې کړې دي. هغوی دعوه لري چې ګني د وېکسین پروګرام د اسلامي قوانینو خلاف ورزي ده او بل دا چې ګني دا پروګرام د معلوماتو ټولولو دپاره عملي کیږي، په دغو دعوو یې د انکار کچه لوړه کړې ده.
په پاکستان او افغانستان کې په دې لړ کې سلهاوو تنان وژل شوي دي.
په جنوري میاشت کې، د پاکستان په شمال غربي سیمه کې د پولیو ټیمونو او محافظانو یې یوه ستره حمله وشوه چې په کې لږ تر لږه پنځه پولیس اهلکار ووژل شول او د لسو نه زیات نور زخمیان شول.
په خیبرپښتونخوا کې د بېړنیو عملیاتو د مرکز (اي او سي) ترمخه، تندلارو په دې روان کال کې تر اوسه د پولیو په ډلو او امنیتي ساتونکو یې یوویشت (۲۱) حملې ترسره کړې دي.
مشهورو دیني عالمانو د دې ضدیت په وړاندې خپل آواز اوچت کړی دی.
په کال ۲۰۱۹ کې، د افغانستان او پاکستان مشهورو اسلامي عالمانو اعلان وکړ چې د پولیو وېکسین خوندي/محفوظه او د شریعت مطابق دی. هغوی ټینګار وکړ چې د والدینو "اخلاقي فریضه" ده چې خپلو بچیانو ته وېکسین ورکړي.
په کال ۲۰۲۲ کې، دارالعلوم الازهر، چې د دنیا د سني مسلمانانو تر ټولو ستر اهم د مذهبي تعلیماتو مرکز ګڼل کیږي، د هغو فتواګانو په ضد خبرداری ورکړ کوم چې په پاکستان کې یې د پولیو وېکسین منعه ګرځولی و.
تېره میاشت، شاوخوا دوه سوه نامداره مذهبي علماوو په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د وېکسین حمایت اعلان کړ.
په دې کې یو یې هم د خیبرپښتونخوا لوی خطیب، مولانا طیب قریشي و.
قریشي وایي: "علماوو نه صرف د پولیو وېکسین په اړه، بلکې د صحت محکمې لخوا د ټولو صحت متعلق ګامونو په باب کلک دریځ څرګند کړ."
په افغانستان کې، د طالبانو د صحت چارواکي د وېکسین په اړه د غلطو معلوماتو په ضد خپلې کاروایۍ مخې ته وړي، که څه هم په صحت کارکنانو باندې حملې چې اکثره داعش یې ذمه واري مني، لا هم لیدلی کیږي.
د افغانستان په صحت وزارت کې یو جګپوړی چارواکی او مذهبي عالم احسان الحق حنفي، په افغاني معاشره کې د ملایانو د اثررسوخ په ارزښت خبر دی.
حنفي د وي او اې سره په یوه مرکه کې وویل: "خلک علماوو ته غوږ نیسي او هغه څه مني چې هغوی یې وایي."
حنفي زیاتوي، د وېکسین په اړه د بې شماره غلط فهمیو نه یوه یې دا ده چې ځیني افغانان په دې باور دي چې ګني دا وېکسین د اخلاقي کمزورۍ او اولاد نه پیدا کېدو سبب ګرځي، او ځیني نور بیا فکر کوي چې دا په ماشومانو کې ګني د وخته وړاندې بلوغت راولي.
احسان الحق حنفي زیاتوي: "دا غیرعلمي او بې بنیاده غلط معلومات دي."
حنفي د دې غلطو معلوماتو د مقابلې دپاره د ملک شاوخوا ګرځي راګرځي چې د ځایي خلکو او ملایانو سره وګوري او هغه کسان چې شکمن دي، هغوی ته قناعت ورکړي. حنفي وایي، که څه هم ځیني دیني عالمان د وېکسین مخالف پاته دي، مګر اکثرو ته یې چې د وېکسین مفادات بیان کړی شي، نو بیا هغوی د وېکسین منلو ته راضي شي.
حنفي وایي: "مونږ ۱۰۰ فیصده خلکو ته قناعت نشو ورکولی، مګر ۸۰ فیصده زمونږ سره اتفاق لري او خپلو ماشومانو ته وېکسین ورکوي."