د نرښځي ډولفن ایان نه په جبر جوړې شوې لوڅې ویډیو ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوی

ډولفن ایان

په پېښور کې د میشت یو اعلا تعلیم یافته اؤ مشهور نرښځې ډولفن ایان نه د وسلې په زور لوڅې ویډیو جوړولو اؤ بیا ددغه ویډیو وایرل کولو یا خورولو ته په ټولنیزو رسنیو د ژوند د بیلابیلو تپو خلکو سخت غبرګون ښودلی.

د مدني ټولنې اؤ سوشل میډیا فعالانو، قانون پوهانو ،لیکوالانو اؤ خبریالانو په ټولنیزو رسنیو د ډولفن ایان سره کلک یو والی ښودلی، د ډولفن دپاره په ټولنيزو رسنیو د #justicefordolphinayan ټرېنډ پيل کړل شوی، د دې پېښې غندنه یې کړې اؤ په حکومت اؤ قانون پځای کوونکو ادارو یې ټینګار کړی چې دې پېښه کې ککړ کسان باید زر تر زره ګرفتار اؤ خپل انجام ته ورسول شي.

ډولفن پخپل یو ویډیو بیان کې په ټولنه غږ کړی چې که د هغه نه په زوره جامې کوزې کړل شوې نو سبا د نورو خلکو له لوڼو اؤ زامنو هم داسې جامې کوزیدای شي ځکه نو ټولنه باید په دې پېښه خپل غږ اوچت کړي.

ډولفن ایان هغه نومونه هم مخې ته راوړي چا چې ترې دا ویډیو جوړه کړې اؤ په سوشل ميډيا خوره کړې ده اؤ د صوبې د وزیر اعلا، د پولیسو د مشر اؤ د پېښور د مئیر نه یې غوښتنه کړې ده چې په پېښه کې ککړ کسان دې زر تر زره ونیول شي.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې د ۵۴ سیکنډو یا ثانیو په ویډیو کې لیدل کیږي چې ډولفن ایان په یوه کوټه کې په کټ لوڅ په ژړغوني انداز ناست دی اؤ یو بل تن چې په ویډیو کې یې یوازې غږ راخیژي اؤ مخ یې نه لیدل کیږي هغه ته د مرګ ګواښ کوي اؤ ورته وایي "ولم دې ، قسم مې دې په خدایې وي چې ګوری(تمانچه) ډکه ده"

دغه تن په زوره ډولفن ایان له کټه راپورته کوي ، د کېمرې مخې ته د هغه لوڅ بندن راولي اؤ ویډیو ترې جوړوي.

ډولفن ایان ویلي چا چې ترې ویډیو جوړه کړې هغه د چارسدې د شبقدر سیمې اوسیدونکی دی اؤ د هغه د نوم سره ،سره یې د هغه د پلار اؤ ورور نومونه هم مخې ته راوړي خو دا یې نه دي ویلي چې دا ویډیو ترې ولې جوړه کړل شوې ده.

هغه پخپل بیان کې ویلي په سټام پېپر ورسره لیکل شوي وؤ چې دا ویډیو به نه وایرل کیږي خو وایي بیا هم وایرل کړل شوه.

تر دې وړاندې پخپلو بیلابیلو مرکو کې ډولفن ایان ویلي وؤ هغوي (نرښځيان) زوره ور خلک د وسلو په زور د ځان سره بوځي ، بدکاري ورسره وکړي اؤ بیا ترې لوڅې ویډیوګانې جوړې کړي اؤ ټول عمر یې بیا په دغو ویډیوګانو بلیک میل کوي.

په ټولنیزو رسنیو بیلابیلو شخصیاتو دې ویډیو ته کلک غبرګون ښودلی اؤ دا یې د انسانیت نه یو پریوتی عمل بللی دی.

خبریال محمد فهیم په ایکس رسنۍ لیکلي" د ټوپک په زور د ډولفن ایان غیر اخلاقي ویډیو جوړه اؤ وایرل کړل شوه ، په دې ټولنه کې نه ماشومان خوندي دي او نه ښځې اؤ نرښځیان".

هغه وایي "ایان نرښځي دی اؤ د خپلې ورورولۍ د خلکو د حقونو لپاره بې کچه متحرک دی ، دا خو یقيني نه ده چې د (پېښې)د ذمه وارانو په ضد به اقدام وشي خو دا یقيني ده چې دا وروستۍ پېښه نه ده"

ډولفن ایان چې یو اعلا تعلیم یافته دی ، ګریجویشن یې د پېښور ايډورډ کالج څخه کړی اؤ تر هغې وروسته یې د سول انجنیر په توګه سند هم ترلاسه کړی دی خو وایي د کور کلي اؤ د ټولنې خلکو نه پرېښودو اؤ تنګولو یې نو ځکه یې د نڅاه لوري ته مخه وکړه اؤ اوس په پېښور کې نڅاه د یو هنر په توګه کوي.

د فلمونو وتلي افغان ستوري اریان خان په فیس بک لیکلي د ډولفن ایان د دې ناوړه او ظلم ډکې پېښې په اړه اوریدل زړه بوږګنوونکی دي.

هغه وایي" زموږ په ټولنه کې د ټرانسجینډر وګړو سره داسې وحشیانه چلند، په ځانګړې توګه د دوي د عزت په وړاندې داسې تیری، نه یوازې یوه غیرانساني رویه ده، بلکې زموږ د ټولنیز شعور او اخلاقو په کمزورۍ باندې هم لویه سوالیه نښه ده"

هغه وایي "نه پوهېږم زموږ په پښتنو بیا په اسلامي معاشره کې اکثر ظلم ، جنسي زیاتی ، مرګ د مظلوم ، امن پسند ، په ژوند میینو خلکو سره ولې کېږي ؟ ظالم ، شرپسند ، وحشي ، د بې ګناه انسانانو قتلِ عام کولو واله ؤ سره ولې نه کېږي ؟ د وحشتي طاقتورو پر خلاف دوی غېرت ، پښتو ، مذهبي جنون چرته ورک شي ؟"

لیکوال ، شاعر اؤ کالم لیکونکي فضل مومند په فیس بک لیکلي "د ډولفن ایان سره چې کوم ظلم شوی دی مونږه یې پۀ سختو ټکو سره غندنه کوؤ، تمه لرو چې ملزمان دې زر تر زره ګرفتار کړی شي"

وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې د دې پېښې په اړه د صوبې د پولیسو د مشر یا آي جي اختر حیات ګنډاپور اؤ د صوبایي حکومت د ویاند بېرسټر سېف نظرونه واخلي خو دغو دواړو لوړ پوړو چارواکو سره د تماس نیولو هڅه بریالۍ نه شوه.

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې په ۲۱م اکتوبر مردان کې دوه نرښځیان د خنجر په ګزارونو وژل شوي وؤ.

خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشره فرزانه وايي، ټول ملک او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې نرښځیانو ته تحفظ نشته.

ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي چې په روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د نهو پورې نرښځيان وژل شوي، هغې وويل، د کال 2015م نه خېبرپښتونخوا کې د 145 نه زيات نرښځيان وژل شوي دي.