د پښتونخوا حکومت د هنرمند ځوانانو دپاره د سود پرته د قرضو ورکولو اعلان، ځوانان وايي د سره به هنر مند ځوانانو ته د روزګار موقعې پیدا شي
Your browser doesn’t support HTML5
د خیبر پښتونخوا حکومت د هنرمند ځوانانو دپاره د سود پرته د قرضو ورکولو اعلان کړی او ځوانان کولېی شي په انلاین بڼه قرضې واخلي او خپل روزګار شروع کړي. ځوانان وايي په ملک کی روزګارونه نشته او د حکومت د دې ګام سره به هنر مند ځوانانو ته د روزګار موقعې پیدا شي . نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې