پاکستان کې په وروستيو کې په چينايي وګړو حملې شوې، چين په يادو حملو په ولسي کچه اندېښنې څرګندې کړې او د پاکستان نه یې په چينایانو حملو کې د ککړو پرضد عملياتو او چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د اقداماتو په کلکه غوښتنې کړې وې.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د چين د بهرنيو چارو وزات يو وياند پرون په 11م نومبر ويلي، چين به د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان مرستې جاري ساتي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لن جيان په پايتحت بيجنګ کې خبري غونډې ته ويلي، د چين او پاکستان اړيکې خرابوونکو ټولې هڅې به ناکامه کولی شي، عزم او وړتيا یې لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شو وو.
له دې وړاندې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.
چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.
پرون په 11م نومبر د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار ويلي، په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې د چينايانو په قافله ځانمرګی برید شوی او په دغه بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو، په دغو شاملو کسانو کې يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي او د نورو نيولو دپاره علميات دوام لري.
د ياد ځانمرګي په وخت پوليس چارواکو هغه وخت ويلي وو چې د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی او چاودنه یې ترې شوې وه.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ د هوايي ميدان نه بهر په چينايانو شوی بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".
په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.
د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کولو.