امريکې پاکستان کې د نوي زرعي پينځه کلن پروګرام پرانسته کړې

د امریکې سفير ډونلډ بلوم پاکستان کې د پينځو کالو دپاره د يو زرعي، کرنې پروګرام پرانسته کړې، د کوم څخه به چې د پاکستان کرونده ګر د موسمي بدلونونو د اغېزو څخه بچ کېدو دپاره د نوو رجحاناتو سره اشنا کولی شي، دوی ته به هر ډول مرستې او اسانتياوې برابرولی شي.

ويل شوي، د امریکا په مرسته دې پروګرام څخه به د ټول ملک کرونده ګر ګټې ترلاسه کوي.

ډونلډ بلوم د کلايمېت سمارټ اېګرېکلچر پروګرام په نوم پروژې پرانسته پرون په 11م نومبر د پنجاب صوبې د فيصل اباد په زرعي پوهنتون کې کړې ده.

ډونلډ بلوم ويلي، "د دې پينځه کلن پروګرام له له لارې به امریکا کرونده ګرو، زميندارو ته ډېرې اسانتياوې برابروي، توجه به په ټېکنالوجۍ وي، نوي وسايل به ورته ورکولی شي د کوم سره به چې پيداوار سېوا شي".

هغه ويلي، "زميندارو ته به نوي تخمونه هم ورکولی شي، دوی ته به نوي يا عصري مشينونه او د اوبه خور اټومېټک نظام معرفي کولی شي".

امریکايي سفير ويلي، زمیندارو ته به خپل پيداوار مارکيټ ته د رسولو او نورې ګټې ترلاسه کولو تربيت ورکوي، انلاين پلېټ فارمونو سره به یې نښلوي، چې د پيداوار ښه قيمتونه ترلاسه کړي.

امریکايي سفير زياته کړې، امريکا او پاکستان د زراعتو يا کرنې په برخه کې کلکه ملګرتيا لري، نيمه پیړۍ مخکې، یو امریکایي ساینس پوه له پاکستاني همکارانو سره ملګرتیا کړې، او د ډاکټر نورمن بورلاګ او د ډاکټر محمد منظور باجوه کیسه زمونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستۍ کې مرسته کوي.

هغه ويلي، "د غنمو هغه ډول چې پاکستان ته یې په 1965 او 1970کلونو کې پيداوار يو په دوه زيات کړو".

هغه ويلي، امریکې د زراعتو په برخه کې د پاکستان نورې ډېرې مرستې کړي او په 1977 کې، امریکې د زراعتو دپاره څیړنیز مرکز جوړ کړی او په پاکستان کې په پوهنتونونو او څېړنیزو ادارو کې د کرنیزې څیړنې د ملاتړ لپاره یې فنډونه ورکړي دي.

د ډونلډ بلوم په خبره، "نن ورځ، مونږ له پاکستان سره په دې کار کوو چې د موسمي بدلون پر وړاندې یې توان زیات کړو او په دغه برخه کې يو ارب ډالره خرچ کوو".

هغه ویلي، "يواځې په زراعتو کې امریکايي پانګونو د يو ميلين څخه زیاتو کورنیو ته ګټه رسولې ده. د فارمونو سره مرسته شوې، خرڅ یې د 1.47 اربه ډالرو څخه زیات شوی او د 100,000 پورې نوې نوکرۍ پیدا کړل شوي دي".

هغه زياته کړې، د "شنه انقلابه" تر "شنه اتحاده" پورې امریکا او پاکستان په ګډه کار کړی چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.