هېلو وي او اې په ټي وي
Your browser doesn’t support HTML5
د پښتونخوا په کورمه کې د مسافرو په ګاډو برید کې تر اوسه پورې د 39 کسانو مړینه تاید شوي ده. معلومات شریک کوو، خو نن په خپرونه کې په دوو موضوعاتو میلمانه لرو، بحث به د لبنان، اسرایل، حماس او حزب الله د وروستي معلوماتو نه پیل کړو، او دویمه برخه کې بیا د پاکستان تحریک انصاف د ۲۴م نومبر په احتجاج او د ارمي چیف په کراچې کې د سوداګرو ته په وینا به تاسو خبر وساتو او د میلمنو نه به څېړنه هم واخلو، تفصیل او څیړنه درسره شریک کوو، تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی