کرکټ: زمبابوی لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې

د زمبابوی او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ درېو ورځنو لوبو په لومړۍ لوبه کې زمبابوی، پاکستان ته ماتې ورکړې، پاکستانۍ لوبډله د [ډک ورت لويس] طريقې لاندې د ماتې سره مخ شوی، زمبابوی په 80 رنزونو ګټه ترلاسه کړې ده.

پاکستان د لوبې ټاس، پچه ګټلې او لومړی بېټنګ یې زمبابوی ته ورکړی وو، د پاکستانۍ لوبډلې کپتان محمد رضوان دی.

د 50 اوورونو په لوبه کې د زمبابوی ټوله لوبډله په 41م کې په 205 رنزونو اوټ شوې، د زمبابوی يو لوبغاړی هم په 50 زنزونو جوړولو کې نه دی کامیاب شوی، تر ټولو زيات رنزونه پکې رچرډ نګاوارا 48 رنزونه جوړ کړي دي.

پاکستاني بالرانو سلمان اغا او فېصل اکرم درې درې وکټې اخستې دي.

په ځواب کې، پاکستانۍ لوبډلې چې په 21 اوورونو کې یې شپږ لوبغاړو اوټ شوي او 60 رنزونه جوړ کړي، باران راکښې شوی او لوبه ودرول شوې او بیا د ډک ورت لويس طريقې لاندې پاکستانۍ لوبډلې ماتې خوړلې ده. زمبابوی په 80 رنزونو لوبه ګټلې ده.

کپتان محمد رضوان 19 کامران غلام 17 رنزونه جوړ کړي دي.

د پاکستان دوه لوبغاړي حسيب الله خان او عامر جمال په صفر صفر اوټ شوي دي.

د زمبابوی په سفر د پاکستان او کوربه لوبډلې ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه په 26م نومبر او درېمه بيا 28م نومبر ټاکل شوې ده.

له دغې وروسته به دواړو لوبډلې درې ټي ټوينټي سيالۍ هم کوي.

روانه میاشت د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ او درې 20 اووريزه سيالۍ شوې، د يو ورځنو سياليو لړۍ کې پاکستان دوه لوبې ګتلې او سيريز یې په خپل نوم کړی او ټي ټوينټي درې سره سیالۍ اسټريليا ګټلې وې.