د اسلام اباد يو عدالت د عمران خان، بشرا بي بي، علي امين ګنډاپور او نورو د نيولو وارنټ جاري کړی

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د ډي چوک د احتجاج په سر د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د هغه د مېرمن بشرا بي بي، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور، بېرسټر ګوهر په ګډون د 96 کسانو د نيولو وارنټ جاري کړی دی.

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د ترهګرۍ ضد عدالت جج طاهر عباس د اسلام اباد د کوهسار تاڼې په مقدمه کې د تحريک انصاف د مشرانو او غړو د نيولو وارنټ جاري کړی دی.

په وارنټ کې د پاکستان تحریک انصاف د ګڼو مشرانو او غړو نومونه شامل دي.

د رپورټونو ترمخه د اسلام اباد په کوهسار تاڼه کې د پي ټي آی په مشرانو او غړو درج کړل شوې مقدمه کې ويل شوي، دوی اړي ګړي جوړولو پله خلک راپارولي، په سرکاري ملازمينو یې حملې کړي، اقدام قتل، په کار سرکار کې یې مداخلت کړی او د 144مې مادې سرغړونه یې کړې ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی وو، د خپل باني غړي عمران خان د خوشي کولو، 26م اييني بدلون بيرته اخستو سره یې انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

د تحریک انصاف ګوند قافلې د خېبرپښتونخوا او ملک د نورو سيمو څخه اسلام اباد ته روانې شوې وې، د خېبرپښتونخوا څخه د قافلو مشري علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله، خو په لارو کې د خنډانو، رېنجرز او پوليسو سره نښتو وروسته يادې قافلې په 26م نومبر ناوخته ډي چوک ته رسېدلې وې.

مرکزي حکومت د امنيت دپاره په اسلام اباد کې پوځ په ځای کړی او دعوه یې کړې وه چې د پي ټي آی په احتجاج کې شامل يو ګاډی په رېنجرز عسکرو ورخېژول شوی، د درې رېنجرز عسکرو په ګډون یې پينځه اهلکار وژلي وو.

د 26م او 27م نومبر په مينځنۍ شپه کې بیا د تحريک انصاف د احتجاج کوونکو پرضد عمليات شوي، حکومتي وزيرانو ويلي وو، علي امین ګنډاپور او بشرا بي بي احتجاج کوونکي په ځای پرېښودي او تښتېدلي دي.

علي امين ګنډاپور په 27م نومبر مانسهره کې خبري غونډه کې دعوه کړې وه، وژونکې حملې پرې شوي، په سوونو غړي یې وژل شوي او د زرګونو په شمېره کې نور نيول شوي وو.

د پي ټي آی نورو مشرانو هم د خپل ګوند د زياتو غړو د وژنو دعوې کړې خو حکومتي وزيرانو دغه دعوې دروغجنې ګرځولې وې.

پرون په دويم دسمبر د پي ټي آی چيرمېن بېرسټر ګوهر د اډياله زندان نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، 12 غړي يې وژل شوي او چا چې د زياتو وژنو دعوې کړي دوی ترې د لاتعلقي څرګندونه کوي.

په لومړي دسمبر د پاکستان د وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د رياست خلاف منفي پروپېګنډه کې ککړو کسانو په ګوته کولو دپاره ګډ ځانګړی ځواک [ټاسک فورس] جوړ کړل شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي، ياد ځواک به د جعلي او بې لارې کوونکو خبرونو جوړولو او خپرولو کې ککړې ډلې او تنظيمونه په ګوته کوي.

ويل شوي، ګډ ځواک د ترهګرۍ او اړي ګړي د وروستيو پېښو او رياست او په خصوصي توګه د امنیتي ادارو بندنامولو دپاره په بد نيتۍ جوړ مهم په نتيجه کې جوړ کړل شوی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت دعوه کوي، په 26م نومبر پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد په احتجاج کې په يايتخت او امنيتي ځواکونو حمله کړې او ترهګرۍ کولو تور یې پرې لګولی دی.