د شام څخه 318 پاکستانيان د بېروت د لارې اسلام اباد ته رسېدلي دی، دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو ورکړی چې پاکستانيان د ځانګړې الوتکې د لارې راوستل شوي دي.
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير احسن اقبال د اسلام اباد په هوايي اډه د پاکستانيانو هرکلی کړی دی.
هغه ويلي، وزيراعظم شهباز شریف لارښوونه کړې چې په شام کې موجود ټول پاکستانيان به زر تر زره په خوندي لاره بيرته خپل ملک راستنولی شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، په شام او لبنان کې د پاکستان مشنز، سفارتي چارواکي د هلته نه د پاکستانيانو را ايستلو دپاره فعاله او په کار بوخت دي.
پرون په 12م دسمبر اوونيزه خبري غونډه کې ممتاز زهرا بلوڅ وويل، د 250 زايرينو په ګډون خواوشا 475 پاکستانيان د شام په پوله لبنان ته اړول شوي دي.
هغې ويلي، دغه کسان به د بیروت څخه اسلام اباد ته لېږلی شي، او د لبنان د حکومت مننه یې کړې چې د پاکستان په را ايستلو کې یې د دوی مرسته کړې ده.
بلوڅ زياته کړې د شام خپلواکۍ ته احترام لري.
د روانې دسمبر د میاشتې په اتمه نېټه د هیت تحریر الشام په مشرۍ تحریک د بشارالاسد د اوږدې مودې حکومت نسکور کړی او د دغه هيواد واګې یې په خپل لاس کې اخستي دي.