د خېبر پښتونخوا سویلي ضلعې ډېره اسماعیل خان، تحصیل درابن په زړکني سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډي ته نزدې د سړک غاړې بم چاودنه شوی، درې عسکر پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، د امنیتي ځواکونو ګشتي پارټۍ د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور وه او د ډیوټۍ نه د بیرته راتلو پر مهال پرې د سړک په غاړه کې د وړاندې ایښودل شوی بارودي ماین چاودنه وشوه.
د بلوچستان صوبې او خېبرپښتونخوا د کورمې نه علاوه پاکستان کې د 16م دسمبر څخه تر 22م دسمبر پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن روان دی.
امنیتي سرچینې وایي چاودنې له امله ګاډی په بشپړه توګه زیانمن شوی او شپږ امنیتي عسکر سخت ژوبل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، ژوبل عسکر سمدستي ښار کې پوځي روغتون ته انتقال کړل شوي خو روغتون چارواکي وایي درې ژوبل عسکرو د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړو.
په وژل شويو عسکرو کې سپاهي اشفاق احمد، مختیار ولي او محمد عارف شامل دي.
تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې زمه واري منلې ده. په خپل یو مختصر بیان کې یادې ډلې ویلي چې امنیتي ځواکونو هغه مهال په نخښه کړل شول کله چې هغوی راشن لیږدولو په ماموریت کې وو.
د پاکستان پوځ چې په دا رقم پېښو خپل دریځ څرګندوي او د عسکرو وژنه لوی تاوان بولي تر دې مهال یې دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
پولیس وایي د پېښې نه وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
پرون د دوشنبې په ورځ په کرک او بنو ضلعو کې د پوليو ټيمونو پر ضد دوه بیل بیل بریدونه شوي وو، چې پکې يو پوليس اهلکار وژل شوی او دوه د پوليو مخنوي پروګرام کارکوونکي ژوبل شوي وو.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د دې پېښو نوټس اخيستی او د اړوندو چارواکو څخه يې رپورټ هم غوښتی وو.
دغه پېښې په داسې وخت کې شوې چې امنیتي ځواکونه د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپېن کې د امنيت دنده ترسره کوي.
تېره شپه د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې د پوليسو په چوکۍ وسله وال بريد کې يو تاڼدار او يو حوالدار وژل شوي او درې نور پوليس اهلکار ژوبل شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د ناامنۍ او ترهګرۍ لړۍ دوام لري، مرکزي او صوبايي حکومت او پوځ بيا بيا دعوه تکراروي چې د ملک څخه د ترهګرۍ ناسور ختمولی او تر اخري ترهګر به جګړه روانه وي.