د پاکستان پوځ وايي، سږ کال په 2024م کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.
پوځ وايي، امنيتي ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو 59,775 عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون 925 وسله وال وژل شوي، او دا په تيرو پينځو کلونو کې تر ټولو غټه شمېره ده.
د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.
د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري نن په 27م دسمبر مطبوعاتي غونډه کې دغه شمېرې وړاندې کړې او وی یې ويل، هره ورځ د 169 نه زیات عمليات کيږي، او مهمې کامیابۍ ترلاسه شوي دي.
د پوځ وياند وويل، په عملياتو کې 73 انتهايي مطلوبه ترهګر وژل شوي، چې پکې د ټي ټي پي او بلوڅ وسله وال هم شامل دي.
هغه وويل، د وروستي ترهګر او خوارج د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.
د افغانستان په اړه نوموړي وويل، پاکستان په افغانستان کې د امن دپاره پوره هڅې کړي او کردار یې مهم پاتې شوی افغان کډوال یې ساتلي دي، خو د افغانستان د خاورې نه ټي ټي پي او نور پاکستان کې ترهګري کوي.
هغه زياته کړه، د پوځ مشر ښکاره موقف لري، پاکستان په افغانستان کې په دغو ترهګرو هلوځلو تحفظات لري. د دوو کالو راهسې د افغان عبوري حکومت سره په مختلفو کچو خبرې روانې دي.
نوموړي بيا تکرار کړه، چې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي او د بې ګناه خلکو وينه توييږي.
د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
احمد شريف چودري وويل، قبايلي ضلعو کې 72 فيصده علاقه د بارودي موادو څخه پاکه کړل شوې ده.
پوځي د افغان کډوالو په اړه وويل، د ستمبر 2023م نه تراوسه پورې 815000 پورې افغان کډوال بيرته تللي دي.
په 2021م کې د ټي ټي پي سره د تش نوم په خبرو له امله نن پاکستان او خېبرپښتونخوا کې ترهګري روانه ده، د بیانونو په ځای دې خېبرپښتونخوا کې (د تحریک انصاف حکومت) ښه عملدارۍ ته توجه ورکړي.
هغه د عمران خان د نوم اخستو پرته وويل، د ترهګرۍ په موضوع دې د سیاست کولو څخه ډډه وکړل شي.
د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، له دغې نزدې شل ورځې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی د هغه وخت مشر جنرل فېض حميد کابل ته رسېدلی، د کابل د يو هوټل عکس یې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی، چې نور کسان هم ورسره ولاړ دي، او هغه د چای کپ په لاس کې نيولی وو.
هغه يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، هر څه به سم شي، د ويرې هیڅ خبره نشته.
په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې، د آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي وو.
په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.