د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف افغانستان کې په واکمنو طالبانو غږ کړی، د خپلې خاورې څخه دې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) کارروايانې ودروي.
نوموړي پرون په 27م دسمبر د کابينې غونډې ته په وينا کې ويلي، طالبانو يوې خوا ته د اړيکو ښه کولو خواهش څرګند کړی او بلې خوا ته یې ټي ټي پي ته اجازه ورکړې او هغوی د افغانستان نه په پاکستان حملې کوي، دا دوه عملي د قبلولو وړ نه ده، پاکستان به خپله دفاع کوي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د وزيراعظم څرګندونو ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی.
خو طالبانو له دې وړاندې وار په وار د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان نه د پاکستان ضد حملې کوي. طالبانو تل ويلي، پاکستان دې د خپل ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
شهباز شریف په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړي چې په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، وزيرستاني کډوال یې ويشتي، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.
د طالبانو د دفاع وزیر امیر خان متقي دغو بريدونو په غبرګون کې ویلي وو، "د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار کړی دی". هغه ويلي، پاکستان دا هیڅ توره نه ده کړې، باید پاکستان د شوروي يرغل نه عبرت واخلي.
تراوسه پورې نه د پاکستان حکومت، وزيراعظم، د بهرنيو چارو وزارت او پوځ په رسمي توګه منلې چې پاکستان په افغانستان کې دننه هوايي بريدونه کړي دي.
خو په 26م دسمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ دومره ويلي وو، د پاکستان "د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، نور یې څه نه وو ويلي.
شهباز شریف پرون ویلي، "مونږ د زړه نه غواړو چې د افغانستان سره ښکې اړيکې ولرو، د يو بل د اقتصاد په لړ کې مرسته وکړو، تجارت ښه کړو، نورې مرستې او اړيکې ښې کړو، خو د بده مرغه تحریک طالبان پاکستان نن هم د هلته نه فعاليتونه کوي، او پاکستان کې بې ګناه خلک وژني، دا پاليسي نه شي چلېدی، مونږ افغان حکومت ته د یو نه زیات ځله ویلي چې مونږ ستاسو ښه اړیکې غواړو خو د ټي ټي پي مخه ونيسئ".
هغه زياته کړې، "زه افغان حکومت ته بيا ويل غواړم چې د ټي ټي پي خلاف کلکه تګلاره جوړه کړي، د دې دپاره مونږ تاسو سره خبرو کولو ته تيار يُو، خو که يوې ته د اړيکو سېوا کولو پيغام وي او بلې خوا ته ټي ټي پي ته ښکاره اجازت وي نو دا دوه عملي نه شي کېدی داسې ممکن نه ده".