طالبانو دعوه کړې، پاکستان لوري ته یې انتقاماً بريدونه کړي

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل"، پاکستان تراوسه په دغې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن په 28م دسمبر غرمه په اېکس خبر ورکړی چې پاکستان لوري ته یې بریدونه کړي، خو په بريدونو کې یې د کومې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو مرستيال وزير شېر محمد عباس ستانکزي هم په اېکس ویلي، "پکتيا او خوست سره په فرضي کرښه په ځینو مهمو نکتو کې سختې نښتې شوي. د فرضي کرښې پورې خواته سخت اورونه بل دي، ويل کيږي زیاتو فتنه ګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده".

له دې وړاندې په افغانستان کې طلوع نيوز نن سهار څه کم لس بجې خبر ورکړی وو، چې په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت سرچينو ورته ویلي، خوست او پکتيا کې په پوله د افغانستان او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښته شوې ده.

خبر کې پاکستان او افغان لوري ته د مرګ ژوبلو اوښتو دعوه هم شوې او ويل شوي، د پاکستان د لوري د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې مرمۍ ويشتل شوې ده.

په ټولنيزو رسنيو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کورمې او شمالي وزيرستان په پولو د نښتو خبر ورکړل شوی دی.

د دې نښتو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، وزيرستاني کډوال یې ويشتي، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل "باوري" رپورټونه يې ترلاسه کړي دي چې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي حملو کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي".

یوناما په سوشل میډیا خپور کړی شوي بیان کې وویل "نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پر مهال د نظامي او ملکي کسانو د توپیر ترڅنګ باید د اړتیا وړ مخنیونکي اقداماتو څخه کار واخلي ترڅو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي".

د طالبانو د دفاع وزیر امیر خان متقي دغو بريدونو په غبرګون کې ویلي وو، "د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار کړی دی". هغه ويلي، پاکستان دا هیڅ توره نه ده کړې، باید پاکستان د شوروي يرغل نه عبرت واخلي.

تراوسه پورې نه د پاکستان حکومت، وزيراعظم، د بهرنيو چارو وزارت او پوځ په رسمي توګه منلې چې پاکستان په افغانستان کې دننه هوايي بريدونه کړي دي.

خو په 26م دسمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ دومره ويلي وو، د پاکستان "د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، نور یې څه نه وو ويلي.