امریکا کې د زیارت/پنجشنبې ورځ، د پخواني صدر جیمي کارټر د مړینې په ویر کې، د قامي ماتم ورځ وه او حکومتي ادارې تړلې پاته وې. جګپوړي پخواني او اوسني چارواکي د واشنګټن ډي سي نشنل کټېډرل نومې کلیسا ته ورغلل چې هلته کې د ۳۹م صدر جسد اېښودل شوی او، او ورته یې درناوی ادا کړ.
کارټر، چې تېره هفته د سل کلونو په عمر مړ شو، اکثره یې په پایتخت واشنګټن کې سیاسي رسم و رواجونه زیات نه خوښېدل، خو د هغه نه وروسته واک ته رسېدلي ټول ژوندي صدران، بل کلنټن، جارج ډبلیو بش، براک اوباما، ډانلډ ټرمپ، او جو بایډن یې په مړي باندې حاضر شول او د کارټر په ژوند او کارنامو باندې صدر بایډن تقریر وکړ.
بایډن پخپلو خبرو کې، کارټر یو متقي عیسایي، "د خدای او امریکاییانو یو ښه با ایمانه خدمتګار" وبللو. بایډن وویل چې کارټر "د مقصد او معنا ډک یو ښه ژوند" ترسره کړ او غوره شخصیت یې لرلو.
اوسني صدر جو بایډن پخپلو خبرو کې زیاته کړه: "د ښه ژوند تعریف دا دی چې مونږ خپل د ژوند هره شېبه په پام کې ونیسو."
عام امریکاییانو هم د نهي/سي شنبي راهېسي د کارټر جسد ته چې تابوت یې د امریکې په بېرغ پوښل شوی و، په کانګرس کې احترام پرځای کړ. د کال ۱۸۵۲ راهېسي، صرف پنځوسو امریکاییانو ته دا فخر په نصیب شوی چې جسد یې په دغسې ځانګړې دستورې سره د کانګرس په روټنډا کې کېښودل شي.
د جنازې د مراسمو وروسته، ټاکل شوې چې د هغه جسد بېرته خپل ټاټوبي، جورجیا ریاست ته منتقل کړی شي او هلته به د خپلې مېرمنې ترڅنګ چې یو کال وړاندې مړه شوې وه، خاورو ته وسپارل شي.
په کانګرس کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په سېنېټ کې د اکثریتي پارټۍ، ريپبلېکنز، د غړو مشر جان تون د کارټر خدمات وستایل او ويې وېل هغه د سمندري پوځ پخوانی عسکر، د مونګ پلو کروندګر، د جورجیا ریاست ګورنر، بیا د امریکې صدر، د اتوار د ورځې استاذ، نوبل انعام ګټونکی، د امن او د انساني حقونو وکیل او د هر څه نه اول د خپل خالق او د انسانانو وفادار خادم و.
نایب صدرې کاملا هېرېس د کارټر د تګلارې ستاینه وکړه او ويې وېل هغه د امریکې وړمبی صدر و چې د توانای جامع تګلاره يې جوړه کړې وه او صفا توانای سره يې د ټولو نه اول د وفاقي حکومت د ملاتړ اعلان کړی و.
هېرېس وویل د کارټر په صدارت کې ماحول د تحفظ دپاره د ۱۲ نه زیات قوانین منظور کړی شوي وو او د امریکې د قومي پارکونو رقبه کې دوچنده اضافه شوي وه.
کارټر د امریکې ۳۹ صدر. هغه د ډسمبر په ۲۹ نېټه د ۱۰۰ کلونو په عمر کې په جورجیا کې وفات شو.