پس د هغه چې د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د ډنمارک نه د ګرین لېنډ د اخېستو په برخه کې د پوځي یا اقتصادي اقداماتو احتمالات رد نکړل، روس ویلي چې د ګرین لېنډ په حوالې سره وضعیت له نږدې څاري.
د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ د دې صورتحال ډرامائي ترقي مشاهده کوو، مګر د خدای شکر دی چې تر اوسه پورې دا خبرې د بیاناتو په کچه محدوده پاته دي."
پېسکوف دا هم وویل چې، "ارکټېک زون، زمونږ د قامي او سټراټیجیکو مفاداتو خطه ده. مونږ په ارکټېک زون کې شتون لرو، او هلته به پاته یو."
د ګرين لېنډ پراخه علاقه – چې زیاتره یې د ارکټېک دائرې پورته پرته ده – په رسمي توګه د ۱۹۵۳ راهېسي د ډنمارک سلطنت برخه ده، که څه هم د ګرین لېنډ لویه جزیره ځان ته حکومت لري.
قامي سلامتیا
د نهې/سې شنبې په ورځ چې په فلوریډا کې یو خبري کنفرانس کې چې کله د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ نه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې امریکا د امنیتي مقاصدو دپاره ګرین لېنډ ته ضرورت لري. هغه د دې هدف ترلاسه کولو دپاره د اقتصادي یا پوځي زور د استعمالولو امکان رد نکړ.
ټرمپ وویل: "خلک رښتیا دا هم نه پوهېږي چې آیا ډنمارک په ګرین لېنډ باندې څه جایز حق لري او که نه. مګر که ویې لري هم، باید ورنه تېر شي، ځکه مونږ یې د قامي سلامتیا دپاره ضرورت لرو. دا د آزادې دنیا دپاره ضروري ده. زه د آزادې نړۍ د تحفظ خبره کوم."
هغه همدا راز وویل، "هرځای کې چې ګورئ، چینایي کښتۍ دي. هرځای چې ګورئ روسۍ کښتۍ دي. مونږ دا څه روان نشو پرېښودلی."
د ارکټېک د اکثرو نورو ځایونو په شان، ګرین لېنډ په تېزۍ سره ګرمیږي. د خارجي تعلقاتو کونسل کې څېړونکې لیانا فېکس وایي چې د ګرمۍ دا صورتحال، د خطې جیوپالېټکس بدلوي.
مېرمن فېکس وایي: "ارکټېک په تېزۍ سره د یو عظیم طاقت د مقابلې او دشمنۍ علاقه جوړیږي."
نوموړې څېړونکې دا هم وویل چې، "ارکټېک تر پخوا زیات هم د سامانونو د تجارت او هم د اهمو منرالونو، په خاص توګه د نایاب زمیني معدنیانو ته قابل رسایي کیږي. او همدا شان دا خطه په تېزۍ سره پوځي کېدونکې ده."
فېکس دا یادونه هم وکړه چې روس په دې سیمه کې د چین د ساحلي ګارډ سره همکاري کوي.
د ډنمارک غبرګون
ډنمارک دا واضحه کړې ده چې ګرین لېنډ د خرڅلاو دپاره ندی. د ډنمارک خارجه وزیر لارس لوکه راسموسن دا نظریه رد کړې چې ګني د ټرمپ تبصره، د هغه حکومت ته د خارجي پالیسۍ یو بحران مخې ته کړی دی.
راسموسن د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل: "زه یو داسې صدر وینم چې وایټ هاوس ته تلونکی دی، په ارکټېک یې سخت کلک نظر دی، او زه پوهېږم چې هغه دا نظر لري. مونږ د ډنمارک له اړخه هم داسې کلک نظر لرو، او په نېټو کې دننه هم داسې نظر لرو."
څېړونکې لیانا فېکس وایي چې ډنمارک د یوې لانجې سره مخ دی. هغي وي او اې ته وویل: "دا خبره ډنمارک ته هم ډېره واضحه ده چې هم په ګرین لېنډ کې د سرمایه کاریو او همدا راز د پوځي همکاریو اضافه، د هرچا په مفاد ده."
د یورپي اتحاد څو مشرانو د ټرمپ تبصرې رد کړې دي، مګر اکثرو یې نېغ په نېغه د امریکا په راتلونکي صدر تنقید ندی کړی.
د جرمني وزیراعظم اولاف شولټس ویلي چې خبره د مغرب د بنیادي اقدارو ده. هغه زیاته کړې: "د سرحداتو خلاف ورزي نه کېدلو اصول، د هر ملک په اړه عملي کېدونکي دي، دا فرق نلري چې هغه زمونږ په ختیځ کې وي که لویديځ کې."
د فرانس خارجه وزیر ژان-نوېل بارو، تر دې نېغه خبره کړې او ویلي یې دي: "د یورپي اتحاد دپاره دا بېخي قابل سوال ندی چې دنیا کې دې هېڅ ملک ته، که هغه روس وي که هر یو وي، دا اجازت ورکړي چې زمونږ مستقل سرحدات راتعریف کړي."
د ګرین لېنډ آزادي
په همدې حال کې د ګرین لېنډ حکومت د مکملې آزادۍ په سر د رېفرېنډم هڅې کوي، او ویلي یې دي چې د ګرین لېنډ د آینده په اړه فیصله یوازې د هغه ځای خلک کولی شي. د ګرین لېنډ وزیراعظم میوټ اېګدې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ډنمارک سرښار کوپن هېګن ته د دورې په مهال وویل: "ګرین لېنډ د یو نوي عصر او نوي کال په خوا روان دی، کوم کې چې ګرین لېنډ د نړۍ د توجو په مرکز کې دی. د ګرین لېنډ خلک سره یو دي، قطع نظر د دې چې چېرته ژوند کوي. او د داسې خلکو په حیث چې په دې وخت کې ژوند کوو، مونږ ته په کار ده چې متحد اوسو او د یو نوي راتلونکي دپاره چې زمونږ ملک یې خوا ته روان دی، آماده اوسو."