کراچۍ څخه د پولیو بله پېښه مخې ته راغلې - پاکستان کې یې شمیره ۷۰ؤ ته ورسېده

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره په تېر کال کې دغه هیواد کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۷۰ؤ ته رسېدلې ده.

د پولیو د مخنیوي ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې د يو ماشوم په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړی دی.

بيان زياتوي چې د هغه هلک د وینې نمونې د ډسمبر پر ۲۱مه لیبارټرۍ ته استول شوې وې نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ کال کې حسابوي.

پاکستان کې تېر کال د پوليو رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې په بلوچستان صوبه کې شوې وې.

خېبرپښتونخوا کې 21، سيند کې 19 او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.

پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.

حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

په پاکستان کې د ډسمبر د مياشتې په نیمايي کې له بلوچستان پرته د پاکستان په ۱۴۳ضلعو او بیا د هغې میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو ضد ویکسین اووه ورځني کیمپاينونه ترسره شوي او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ مياشتې په پیل کې په ټول هېواد کې تر پنځوؤ کلونو پورې ماشومان بيا واکسینوي.