ملاله یوسفزۍ: طالبان ښځو ته د انسان په نظر نه ګوري، له نجونو یې د زده کړو حق تروړلی دی

Nobel Peace Prize Laureate Malala Yousafzai, center, attends an international summit on girls education in Muslim communities in Islamabad, Jan. 11, 2025.

نوبیل جایزه ګټونکې د نجونو د زده کړو مبارزې ملاله یوسفزۍ ویلي چې طالبان ښځې انسانان نه ګڼي اؤ هغوي له نجونو د تعلیم حق تروړلی دی.

په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده کړې، فرصتونه اؤ ننګونې تر عنوان اسلام کې راجوړ شوي نړیوال کانفرنس ته خپله وینا کې ملالې یوسفزۍ د اتوار په ورځ ویلي چې په پاکستان کې هم ۱۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته د تلو څخه محرومې دي.

د کانفرنس د کوربه وزیراعظم شهباز شریف په ګډون ویناوالو او د بېلابېلو هیوادونو استازو افغانستان یاد نه کړ، چې په نړۍ کې یواځینی اسلامي هیواد دی چې د سخت دریځو واکمنو طالب مشرانو یې تر شپږم ټولګي پورته نجونه له تعلیمه منع کړې دي خو ملالې یوسفزۍ بیا پخپله وینا کې د نجونو په زده کړو د بندیزونو لګولو له امله د افغان طالبانو په حکومت کلکې نیوکې وکړې.

ملالې یوسفزۍ وویل: "دا کانفرانس به خپل هدف ته ونه رسېږي که موږ د افغان نجونو د تعلیم یادونه ونه کړو. د یوې لسیزې راهیسې طالبانو د نجونو د تعلیم حق ترولی دی"

ملاله یوسفزۍ زیاته کړه چې طالبانو د ښځو د حقونو د سلبولو لپاره له سلو څخه زیات قوانین وضع کړي دي. هغې وویل، "طالبان ښځې انسانان نه ګڼي"

هغې وویل چې طالبان خپل جرمونه د کلتور او مذهبي جواز په توګه وړاندې کوي، خو موږ باید دا خبره په ډاګه کړو چې په دې کې هېڅ هم اسلامي نه دي.

هغې زیاته کړه د طالبانو دغه پالیسۍ د اسلام د تعلیماتو هېڅ ډول عکاسي نه کوي بلکې دا د د بشري حقونو ښکاره سرغړونې دي، چې هېڅ ډول کلتوري یا مذهبي دلیل یې نشي وړاندې کېدای.

په افغانستان واکمنو طالب چارواکو لا د ملالې یوسفزۍ دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستاني چارواکو د کانفرنس په لومړۍ ورځ وویل، په کابل کې د طالبانو حکومت ته یې په رسمي ډول بلنه ورکړې وه چې 'په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدکړې په اړه نړیواله غونډه' کې ګډونوکړي، خو وایي جواب یې تر لاسه نه کړ.

د چارواکو په وینا، په اسلام آباد کې تر 150 ډېر نړیوال شخصیتونه په دې غونډه کې ګډون کوي، چې پکې د 44 مسلمانو او مسلمان دوستو هیوادونو وزیران، سفیران، عالمان او د علمي ادارو استادان شامل دي او له دې سره سره د نړیوالو تنظیمونو لکه یونیسکو، یونیسف، نړیوال بېنک او د اسلامي همکارۍ تنظیم استازي هم پکې برخه لري.


ملالې یوسفزۍ کانفرنس ته پخپله وینا کې وویل چې په نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته نشي تللی، او یوازې په پاکستان کې ۱۰ میلیونه نجونې د دې حق څخه بې برخې پاتې دي.

هغې د مسلم ورلډ لیګ نومې سازمان څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د دې غونډې د ترسره کولو فرصت ورکړ.

ملالې یوسفزۍ وویل چې په غزه کې اسرایل ټول تعلیمي نظام ویجاړ کړی دی.

په یاد کانفرنس کې د برخې اخستو لپاره پاکستان ته له رسېدو وړاندې ملالې یوسفزۍ په ایکس رسنۍ خپل پیغام کې ویلي وو چې د نړۍ د مسلمانونو مشرانو سره د نجونو د تعلیم په اړه کېدونکي کانفرانس کې ګډون ته ډېره خوشحاله ده.

هغې ویلي وؤ چې دې کانفرانس کې به د ټولو ماشومو نجونو د ښوونځي حق لپاره او د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د جرمونو د حساب ورکولو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان په کوربتوب اسلامي ټولنو کې د ښځو د تعلیم اړوند چلنجونو او فرصتونو تر عنوان لاندې دا دوه ورځنی نړیوال کانفرانس نن په دویمه ورځ هم جناح کنونشن سنټر کې روان دی.

دا کانفرانس د مسلم ورلډ لیګ او وزیراعظم شهباز شریف په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.

د کانفرانس هدف د نجونو د تعلیم په اړه د حکومتونو، اسلامي او مدني ټولنو ترمنځ د یوه ګډه شبکه جوړول دي.

په سعودي کې د یوې غیرسرکاري نړیوالې ادارې «مسلم ورلډ لیګ» سیکرټري جنرل محمد بن عبدالکریم العیسی په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې نر او ښځه دواړه خامخا باید تعلیم ترلاسه کړي.

عبدالکریم العیسی وروسته د خپل ترجمان په مرسته په یوه ټیلیویژني خبري غونډه کې هم پر دې خبره ټینګار وکړ چې اسلام ښځو ته د تعلیم کولو اجازه ورکوي.

له هغه وپوښتل شول ایا دا سرمشریزه به طالبان وهڅوي چې په افغانستان کې تعلیم او کار ته د ښځو د رسایۍ بندیزونه نرم کړي، ښاغلي العیسی یې په جواب کې وویل:

"اسلامي نړۍ په دې عقیده کې سره متحده ده چې هغه کسان چې د ښځو د زدکړې مخالفت کوي ګمراه دي او د ریښتیني اسلام استازیتوب نه کوي".

سعودي عالم دا خبره روښانه کړه چې په اسلام آباد کې دا دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د کومې ځانګړې ټولنې یا هیواد په اړه نه ده بلکې په ټوله اسلامي‌ نړۍ کې د نجونو د تعلیم پر موضوع جوړه شوې ده. هغه د افغانستان نوم له اخیستلو پرته وویل:

"موږ صرف د هغو کسانو د اندېښنو لرې کولو هڅه وکړه چې د ښځو د زدکړې مخالفت کوي او خپل پیغام مو ورکړ چې په اسلام کې د نجونو پر تعلیم هیڅ بندیز او ممانعت نه شته".

د طالبانو حکومت د اسلام اباد په کانفرنس کې د ګډون نه کولو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو تر دې وړاندې یې پر خپل حکومت د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالو نیوکو کلک مخالفت کړی او ټینګار کوي چې پالیسۍ یې د هېواد له کلتور او اسلامي قانون «شریعت سره سمې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا کانفرنس به «د اسلام آباد اعلامیې» په رسمي لاسلیک سره ختمېږي او پکې به اسلامي هیوادونه د تعلیم له لارې د نجونو د پیاوړتیا ژمنه کوي چې هراړخیز او دوامداره تعلیمي اصلاحاتو ته وده ورکړل شي.

وزیراعظم شهباز شریف د شنبې- خالي په ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، "موږ پریکړه کړې د دې کانفرنس لاسلیک کېدونکې اعلامیه د اُمت [مسلمانې نړۍ] د ګډې هیلې په توګه د امنیت شورا په ګډون ملګرو ملتونو ته وړاندې کړو".

د پاکستان د حکومت د رسمي بیان له مخې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې پر پینځو موضوعات خبرې کېږي. لومړی: «له اسلامي نظره د ښځو تعلیم»، دویم: «تعلیم د ټولو لپاره او د ټولنې پرمختګ»، درېیم: «د نجونو زدکړه، خنډونه او حل لارې»، څلورم: «په نړیوالو قوانینو کې د نجونو تعلیم او معلوماتي ټیکنالوجي» او پینځم: «د نجونو تعلیم».

په بیان کې ویل شوي د کانفرنس مقصد د نجونو تعلیم له اسلامي نظره پیاوړی کول، نړیوال یووالي ته وده ورکول، د مهمو چېلنجونو مخه نیول او د ښځو د بدلون اغېزناکې کیسې وړاندې کول دي.

طالبانو په 2021م کال د اګست په پینځلسمه په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو او تعلیم پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.

1,212 ورځې کیږي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې او 757 ورځې کیږي چې په پوهنتونونو یې د نجونو تعلیم منعې کړی دی او د تېر 2024م کال په نومبر میاشت کې یې د ښځو پر طبي تعلیم هم بندیز ولګاوه.