د پاکستان پوځ بلوچستان کې د 27 وسله والو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې، بلوچستان صوبه کې یې عمليات کړي، 27 وسله وال یې وژلي دي. پوځ ويلي د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د استخباراتو په بنياد دغه عمليات شوي دي.

پوځ ويلي، دغه عملیات په 12مه جنورۍ د کچې په ضلعه کې ترسره شوي دي.

پوځ دعوه کړې، "د وسله والو نه یې ګېره اچولې، بيا د دوی سره په نښته کې 27 تنه ترهګر وژل شوي دي". خو پوځ د وژل شوو پېژندګلو يا په دغه اړه یې نور کوم تفصيل نه دی ویلی.

بیان کې د وسله والو ضد "عملياتو کې د څو پټنځايونو، وسلې او چاودېدونکو موادو ويجاړولو" هم ويل شوي دي.

پوځ ويلي، "وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ضد يو شمېر ترهګرو هلوځلو کې ککړ او انتهايي مطلوب وو".

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

د پاکستان پوځ د تازه عملياتو او وسله والو وژلو دعوه په داسې وخت کې کړې چې په اتمه جنورۍ د بلوچستان صوبې د خضدار ښار سره نزدې په زهري بازار کلي کې وسله والو په ډله ییز بريد کې د ليویز یوه تاڼه، د نادرا دفتر او یو غېر حکومتي بېنک سوځولي وو.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې په ټولنيزو رسنيو د حملې ذمه واري منلې وه.

بلوچستان صوبه کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله بي اېل ای د اوږدې مودې نه فعاليتونه لري، په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ مني.

څيړونکي وايي، په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د وسله والو بېلتون غوښتونکو ډلو د اضافي کارروايانو څخه معلوميږي چې دوی خپل قوت او توان سېوا کړی دی.

خضدار ضلعه کې د حملې په اړه د ليويزیو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه ته ويلي وو، په زهري بازار د 60 نه زیاتو وسله والو د لیویز تاڼه، د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو دفتر او یو غېر حکومتي بېنک اول په ولکه کې اخستي، بيا يې ځينې سامانونه له ځان سره اوچت کړي او ودانیو ته یې اورونه ور اچولي وو.

د پوليسو د يو چارواکي په وينا، له څو ساعتو د تېرېدو وروسته وسلوال له سيمې څخه تښتېدلي وو.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د يادې حملې په اړه خپله اداريه کې ويلي وو، د پېښې زمه وار بايد اووايي چې ترهګرو تر اتو ساعتونو څنګه دغه علاقه په خپله ولقه کې اخستې وه.

صوبايي حکومت بیا د پېښې د پلټنو ويلي وو چې په نتيجه کې یې د نیمې پوځي دستې بلوچستان ليويز د څو کار کوونکو په اړوند ويل شوي، دوی د ياغي وسله والو ضد مزاحمت نه وو کړی او وسله یې غورځولې وه، دوی بيا د دندې څخه لرې کړل شوي وو.

بلوچستان بلوڅ بېلتون غوښتنونکي د پاکستان په مرکزي او صوبايي حکومتونو تور لګوي چې په صوبه کې په قدرتي وسايلو کې د ځايي خلکو حق تروړل کيږي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي صوبه کې په غټه کچه پرمختيايي پروژې روانې دي چې پکې د چين په پيسو د سي پېک پروژه هم شامله ده.

بي اېل اې په صوبه کې په چينايانو د حملو زمه وارۍ هم منلي دي.