د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي، د موريتانيا څخه سپېن ته تلونکې يوه کشتۍ چې 80 تنه پکې سواره وو، ګڼ یې پاکستانيان وو، ډوبه شوې ده.
له دې وړاندې پرون په 16مه جنورۍ د کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې [واکنګ بارډرز] ويلي، 50 تنه کډوال چې زياتره یې پاکستانيان وو، د لويديځې افريقې څخه سپېن پله تلونکې کشتۍ کې ډوب شوي دي.
د رويټرز د خبر ترمخه، د مراکش چارواکو ويلي، په دویمه جنورۍ روانه شوې کشتۍ کې د 66 پاکستانيانو په ګډون 86 تنه سواره وو، د ډوبېدو وروسته 36 کسان ژغورل شوي دي.
د واکنګ باررډز مشرې هيلينا ملېنو په اېکس ويلي، هغه کسان چې ډوبېدو کې مړه شوي، ګمان کيږي 44 يې پاکستانيان وو.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، ډوبو شوو پاکستانيانو کې زيات د پنجاب صوبې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په پېښه کې د پاکستانيانو کره شمېره نه ده ويلې، او دومره یې ويلي، رباط کې پاکستانۍ سفارتخانه د ځايي چارواکو سره په تماس کې ده، او په ژغورل شوو کې ځینې پاکستانيان هم شامل دي او هغوی د مراکش په شاحلي [داخله] کې په يو کېمپ کې موجود دي.
ویل شوي، د موريتانیا څخه روانه کشتۍ د مراکش د ساحل سره نزدې ډوبه شوې ده.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په پېښه کې د پاکستانيانو په مړینه د خفګان څرګندونه کړې ده.
صدر او وزيراعظم په بشري قاچاق کې ککړو کسانو ضد د سختې کاروايۍ کولو ويلي دي.
ويل شوي، وزیراعظم د اړونده چارواکو نه رپورټ غوښتی او د بشري قاچاق کوونکو ضد یې د کلکو اقداماتو پورته کولو لارښوونه کړې ده.
د تېرې دسمبر د میاشتې د 13مې او 14مې نېټې په مینځنۍ شپه کې د يونان سره نزدې يوه کشتۍ اوښتې، په مړه شوو او ورکو کسانو کې د ډېرو تعلق د پاکستان سره ښودل شوی وو.
د پېښې نه څلور ورځې وروسته په يونان کې د پاکستان سفارتخانې تاييد کړې وه، د ژغورنې عمليات ودرول شوي او اوس په سمندر کې د چا د ژوندي پاتې کېدو امېد نه دی پاتې.
کشتۍ کې د ټولو کسانو د کره شمېرې په اړه هغه وخت څه نه وو ويل شوي، خو ژوندي پاتې شوو کسانو ويلي وو، د 35 نه تر 40 پورې کسان مړه شوي وو.
له دغې وروسته پاکستان کې په بشري قاچاق کې د سرکاري افسرانو د ککړتیا ويل شوي او د هغو پرضد د اقداماتو اخستو هم ويل شوي وو، د پاکستان په پنجاب صوبه کې د انساني قاچاقبرو پرضد مقدمې درج کړل شوې او چارواکو د ځينو د نيولو دعوې کړې وې.
په شپږمه جنورۍ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ يوه غونډه کې د بشري قاچاق جاج اخستل شوی او نوموړي ويلي وو، بشري قاچاق کې د ککړو سرکاري چارواکو ضد پورته کړل شوي اقدامات د ستاينې وړ دي، او بشري قاچاق، انساني سمګلنګ کې د ککړو ټولو ډلو ضد یې د سختو قانوني کارروايانو او د عبرت نخښه جوړولو حکم یې کړی وو.
په 2015 او 2016 کلونو کې یونان، د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه تلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه او شاوخوا لس لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وو.
په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کشتۍ چپه شوې وه، د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.