د پاکستان پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په تیراه سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي اؤ یو ژوندی نیول شوی.
د جمعې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې په سیمه کې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شي چې پکې د ترهګرو ځالې په بریالیتوب سره په نښه کړل شوي .
پوځ ویلي چې دې عملیاتو کې د ترهګرې ډلې عابد الله عرف تراب اؤ د هغه څلور نور وسله وال وژل شوي.
د پوځ بیان کې د وژل شوؤ کسانو لپاره د خوارجو اصصلاح کارول شوې اؤ دا نه دي ویل شوي چې ایا دغه وسله وال په کوم تنظیم پورې مربوط وؤ خو په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ادارې زیاتره د خوارجو لفظ د ټي ټي پي وسله والو لپاره کاروي.
پوځ ویلي چې وژل شوؤ ترهګرو په سیمه کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وؤ اؤ ددې تر څنګ د بېګناه وګړو په وژنو کې هم ککړ وؤ.
پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو له ولکې یې وسلې، چاودیدونکي مواد اؤ نور مهمات هم ترلاسه کړي اؤ وایي په سیمه کې د پاکونې عملیات روان دي.
تر دې وړاندې پوځ په 16مه جنورۍ ويلي وؤ، په وروستيو کې د خېبر ضلعې په تيراه سيمه کې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ضد ګڼ شمېر ترهګر بريدونه شوي، ډېر کسان پکې وژل شوي وو.
پوځ ويلي وؤ "د دغو بريدونو په غبرګون کې امنیتي ځواکونو د استخباراتو په بنياد د خوارجو پرضد سیمه کې عمليات کړي دي اؤ د 14م دسمبر څخه تراوسه په دې عملیاتو کې 22 ترهګر وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".
پوځ ويلي، د استخباراتو په بنياد به تر هغې عمليات دوام لري څو پورې چې وسله وال ختم کړل شوي او په سيمه کې امن په ځای شوی نه وي.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
په 13مه جنورۍ د پاکستان پوځ ویلي وو، د پوځ مشر جنرل عاصم منير په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي او ويلي يې وو، "د پولو دننه او بهر مو د ترهګرو ډلو عملياتي وړتياوې په کاميابۍ سره راکمې کړي دي. ځواکونو مو د ترهګرو مهم کمانډران وژلي دي".
د افغانستان په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا صوبې په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غېردولتي ادارې په خپل کلني رپورټ کې ويلي، پاکستان کې په تېر کال 2024م کې ترهګر بریدونه 40فيصده سېوا شوي او تر ټولو زياتو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) منلي دي.
پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس ويلي، تېر کال په ترهګرو بريدونو او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په مجموعي ډول 1969 کسان وژل شوي، چې پکې 950 ترهګر، 527 امنیتي اهلکار او 489 ملکي وګړي شامل دي.
د پيکس ترمخه، تېر کال د ترهګرۍ ټولې 905 پېښې شوي، 1177 کسان پکې وژل شوي او 1292 ژوبل شوي دي.