پاکستان کې د معمول په پرتله د بارانونو د کموالي له امله د وچکالۍ د خطر خبرداری ورکړل شوی دی.
د پاکستان د موسمياتو د محکمې( پي ایم ډي) د وچکالۍ د څارنې ملي مرکز (این ډي ایم سي) راپور ورکړی چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د بارانونو کمښت د وچکالۍ حالت لا پسې شدید کړی دی.
پي ایم ډي وایي د تېرکال د سپتمبر د وړومبۍ نېټې څخه د روانې جنورۍ میاشتې تر15مې نیټې پورې په ټول پاکستان کې د معمول په پرتله 40 سلنه کم بارانونه شوي دي.
د دې بدلون اغېزې په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې شدیدې دي چې د کرنې او څښاک اوبو لپاره د بارانونو په شتون تکیه کوي.
د موسمیاتو محکمې د بیان له مخې،په سند ایالت کې بارانونه 52 سلنه کم شوي،په بلوچستان کې 45 سلنه کمښت ثبت شوی اؤ په پنجاب کې دا کموالی 42 سلنه ته رسېدلی.
د ډان نیوز د رپورټ له مخې د پنجاب په پوټهوهار سیمه اټک، چکوال، راولپنډۍ/اسلام آباد، بھکر، لیه، ملتان، راجن پور، بهاولنګر، بهاولپور، فېصل آباد، سرګودھا، خوشاب، میانوالي او ډيره غازي خان کې نرۍ وچکالي لیدل شوې ده.
رپورټ وایي چې د سیند ایالت په ګوټکي، جیکب آباد، لاړکانه، شهید بینظیر آباد، دادو، پډعیدن، سکھر، خیرپور، تھرپارکر، حیدرآباد، ټټه، بدین او کراچۍ کې هم دې ته ورته حالات دي.
په بلوچستان کې په اورماړه ، خاران، تربت، کیچ، پنجګور، آواران، لسبېله، نوکنډي، دالبندین او خواو شا سیمو کې هم د نرۍ وچکالۍ لیدل کیدو رپورټ ورکړل شوی دی.
د موسمیاتو د محکمې سپارښتنه کې ویل شوي چې دوچکالۍ د وضعیت د لا خرابېدو امکان شته ځکه چې د پنجاب، سیند اؤ بلوچستان په هغو سیمو کې د زیاتو بارانونو امکان نه لیدل کیږي چې چاره یې په بارانونو روانه وي.
د پنجاب په پوټهوهار سیمه کې زیاتره کروندګر د غنمو او نورو حاصلاتو لپاره د بارانونو په ورښت تکیه کوي.
د جنوبي پنجاب د یو شمیر ضلعو کرنیز فعالیتونه هم په دې وروستیو کې د اوبو د کمښت له امله خورا اغېزمن شوي دي.
د زراعت د څانګې د څېړونکو په وینا ، د دې سیمو خلک نه یوازې د کرنیزو ستونزو سره مخ دي، بلکې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم محدود شوی دی، چې د روغتیايي او ټولنیزو ستونزو لامل ګرځېدلی.
محمد طفیل چې په خېبر پښتونخوا کې د کروندې د څانګې یو څېړونکی دی ،وي او اې ډیوه ته وایي په یوه سیمه کې وچکالي نه یوازې کرنه اغېزمنوي بلکې د ټولنې نورو برخو ته هم زیان اړوي.
هغه وایي د پاکستان په کرنیز اقتصاد کې مدام د بارانونو کمښت ډېرې جدي اغېزې لرلې دي اؤ په دې هیواد کې د غنمو، وريجو، او نورو اساسي محصولاتو پېدوار په هغو سیمو کې چې بارانونو ته اړتیا لري، په ښکاره ډول کم شوی دی.
د محمد طفیل په وینا وروستیو ماحولیاتي بدلونونو له د اوبو او د خوراک د کمښت تر څنګ د څارویو پالونکو ته هم ستر چیلېنجونه پیدا کړي دي.
هغه وایي د د کرنیزو محصولاتو کمښت د خوراکي موادو بیې لوړې کړې دي، چې د عامو خلکو لپاره یې د ژوند لګښت زیات کړی دی.
هغه وایي د پاکستان په هغو سیمو کې چې اوبه له طبیعي زیرمو څخه برابرېږي، د بارانونو کمښت د دې سرچینو د کمېدو لامل شوی دی.
څېړونکي وایي د ماحولیاتي بدلونونو د بدو اغېزو نه د خوندي پاتې کیدو لپاره ضروي ده چې پاکستان یوه اوږد مهاله تګلاره جوړه کړي اؤ د هغې له مخې باید ګرونده ګرو ته نه یوازې په ساینسي بنیادونو روزنه ورکړي بلکې د ځنګلونو د پرېکولو مخنیوی او د نوي ځنګلونو د جوړولو هڅې هم وکړي.
د څېړونکو په اند،که چېرې حکومت د ماحولیاتي بدلون د بدو اغېزو نه د خوندي پاتې کېدو لپاره مناسب تدابیر ونه کړي، نو د دې ستونزې اغېزې به لا نورې شدیدې شي او د هېواد کرنیز اقتصاد به د لوی خطر سره مخ کړي.