د پاکستان صدر ښاغلي اصف علي زرداري په لانجمن پېکا قانون کې د شوؤ بدلونو په مسوده لاسلیک کړی چې تر دې وروسته اوس د پيکا ایکټ ترمیمي مسودې ۲۰۲۵م د قانون بڼه خپله کړې ده.
په پاکستان کې د خبریالانو، سیاسي ګوندونو اؤ بشري حقونو د سختو غبرګونو سره مخ دغه ترمیمي قانوني مسوده په ۲۳مه جنورۍ قامي اسمبلۍ منظور کړې وه اؤ اوړمه ورځ یې د پاکستان سینیټ هم د رایو په اکثریت سره منظوري ورکړې وه.
د پیکا ترمیمونو کې څه دي؟
د پاکستان بیلا بیلو رسنیو کې د خپرو شوؤ معلوماتو له مخې،ترمیمي مسوده کې ویل شوي چې د سوشل میډیا د تحفظ ریګولیټري اتارټي یا اداره به جوړولی شي چې هغه به په سوشل میډیا خپرېدونکو موادو ته کتنه کوي.
دا اټارټي به پاکستان کې د سوشل میډیا د فلیټفارمونو د رجسټریشن ، منسوخولو یا ځنډولو صلاحیت لري.
د اټارټۍ به یو چيرمین اؤ اته غړي وي اؤ په هغوي کې به د کورنیو چارو سکتر،د پاکستان د مواصلاتو د ادارې چیرمین اؤ د پیمرا غړي شامل وي .
اتارټۍ کې به د پریس کلب صحافي ، سافټ وییر انجنیر،وکیل،د سوشل میډيا کار پوهه اؤ د آي ټي کار پوهه د غړو په توګه شامل وي اؤ دوي به خپلې پرېکړې د رایو په اکثریت سره کوي.
سزاګانې به څه وي ؟
که یو څوک په دانسته توګه داسې ناسم یا جعلي معلومات خپاره کړي چې هغه ولس په ویره کې اچولی اؤ ناکراره کولی شي نو په دغه جرم به د دریوؤ کالو څخه نیولی تر ۲۰ کالو د بند سزا ورکولی اؤ ۲۰ لکه روپۍ جرمانه به پرې لګولی شي.
خو په ترمیمي مسوده کې دا هم ویل شوي چې د سوشل میډیا د تحفظ ریګولیټري اتارټي په نوم دا اداره به د ټولنیزو رسنیو په فورمونو اسانتیاوې هم رامنځته کوي اؤ ددې ترڅنګ به په ټولنیزو رسنیو د صارفینو انلاین تحفظ اؤ حقونه هم باوري کوي.
په کومو موادو به بندیز وي؟
یاده اتارټي به داسې مواد بلاک کوي یا لرې کوي چې د پاکستان د نظریې پرضد وي اؤ هم به داسې مواد هم بلاک کوي چې عوام د قانون سرغړونې یا د قانون په لاس کې اخستو ته راپاروي.
دا اداره به هغه مواد هم بلاک کوي چې د خپرېدو مقصد یې عوام، خلک، ډلې،حکومتي مامورین یا ادارې ویرول،مجبورول اؤ په خوف کې مبتلا کول اؤ ددې سره سم به هغه مواد هم د ټولنیزو رسنیو څخه لري کوي چې مقصد یې سرکاري یا شخصي جاییدادونو اؤ ودانیو ته د نقصان رسولو لپاره د ولس راپارول وي.
په قانون کې د شوؤ ترمیمونو له مخې داسې مواد به هم د سوشل ميډیا څخه لرې کولی شي چې د هغې له امله د قانوني تجارت مخه نیول کېدای اؤ د وګړو ژوند اغېزمن کیدای شي.
داسې مواد به هم بلاک کولی شي چې خلک مذهبي،فرقه ییزو اؤ نسلي کرکو ته راپاروي یا ترې د یو چا سپکاوی کیږي.
د عدلیې،امنیتي ځواکونو،پارلیمان یا صوبایي اسمبلۍ د غړو خلاف په بهتان ولاړ مواد به هم دا اداره لرې ټولنیزو رسنیو ختمولی شي.
د ترهګرۍ د ډاډ ګېرنې، د ریاست اؤ ریاستي ادارو په ضد تشدد ته پارونکي مواد به هم ختمولی اؤ بلاک کولی شي.
د کالعدم تنظیمونو اؤ د هغوي د استازو بیانونه به د ټولنیزو رسنیو په فورمونو نه شي خپرول کیدای اؤ که یو څوک یې خپاره کړي نو ددغه قانون لاندې به د سزا سره به مخ کیږي.
د سوشل میډیا شکایتي کونسل به جوړولی شي اؤ که د اتارټۍ په لارښوونو عمل ونه شي یا یې د لارښوونو څخه سړغړونه وشي نو په دغه صورت کې به اټارټي ټربیونل ته مراجعه کوي، د سوشل میډيا د تحفظ ټربیونل به جوړولی شي.
د سوشل میډیا د تحفظ ټربیونل کې به د هایکورټ د اهیلت جج چیرمین وي،اؤ صحافي به پکې سافټ وییر انجنیر وي.
که یو څوک د اتارټي نه اغېزمن وي هغوی به کولی شي چې د ټربیونل دروازه وټکوي اؤ د ټربیونل نه به بیا اغېزمن تن په دوؤ میاشتو کې سپریم کورټ ته رجوع کولی شي.
په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونو،سیاسي ګوندونو اؤ خبریالانو د پیکا قانون کې دا روستي بندیزونه غندلي اؤ دا یې په ازاد صحافت د بندیزونو اؤ د مخالفو غږونو د غلي کولو یوه ناوړه هڅه بللې ده.
خو حکومت بیا دریځ لري چې ددې قانون سره به ورځپاڼې یا نورې میډیایي رسنۍ نه اغېزمنې کیږي اؤ یوازې په سوشل میډيا به ورسره په جعلي اؤ پارونکو موادو نظر ساتل کیږي.