يورپي يونين پاکستان ته خبرداری ورکړی، د يورپي يونين مارکیټ ته برامداتو کولو اساني سپکه وه نه ګڼي، ځکه دا اساني د بشري حقونو د درناوي او د اظهار راې ازادۍ د حق سره مشروطه ده.
د پاکستان په سفر د بشري حقونو لپاره د يورپي يونين استازي اولوف اسکوګ دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې د پاکستان صدر آصف علي زرداري په لانجمنه پيکا قانون کې د شوو بدلونونو په مسوده لاسلیک کړی او قانون جوړ شوی دی.
ورځپاڼه ډان د يورپي يونين د بشري حقونو د استازي د قوله وايي، هغه د راې د اظهار په ازادۍ د محدودييتونو لګولو د پاکستان د حکومت د وروستیو ګامونه سره مخالفت ښکاره کړی او ويلي يې دي، د جي اېس پي پلس اساني د د اظهار راې سره تړلې ده.
قانون پوه شېر امان خان يوسفزی وايي، "زما په خيال په پيکا قانون کې راوستل شوي بدلونونه د خلکو په بنيادي حقوقو او د پاکستان د دستور په نولسمه ماده کې د ورکړل شوي اظهار راې د ازادۍ په حق نېغه حمله ده".
په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيمونه، سياسي ګوندونه او صحافيان د پيکا قانون کې وروستي بنديزونه غندي او دا په ازاد صحافت د بنديزونو او د مخالفو غږونو د غلي کولو يوه ناوړه هڅه بولي.
د ډېجټل حقونو فعال هارون بلوڅ وايي، "د کال 2025 په پيکا اېکټ کې انتظاميې ته ډېر زيات او بې درېغه اختيار ورکړل شوی، او په دې قانون کې د شفاف ټراېل حق متاثره کېږي ځکه چې په دې کې د جعلي خبر د مخنیوي لپاره ډېرې زياتې سختې سزاګانې تجويز کړل شوي او زما په آند به دا قانون د سياسي څرګندونو خلاف وکارول کېږي".
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، په ياد قانون کې ويل شوي چې د سوشل ميډيا د تحفظ رېګولېټري اتارټي يا اداره به جوړولی شي چې هغه به په سوشل ميډيا خپرېدونکو مواردو ته کتنه کوي او ورسره به دا اتارټي په پاکستان کې د سوشل ميډيا د پلېټ فارمونو رجسټرېشن، منسخولو يا ځنډولو صلاحیت لري.
په دې قانون کې ويل شوي که يو څوک په ارادي توګه داسې ناسم يا جعلي معلومات خپاره کړي، کوم چې ولس په ويره کې اچولی او ناکراره کولی شي نو په دغه جرم به د درېو کالو بند سزا ورکولی او شل لکه روپۍ جرمانه به پرې لګولی شي.
صحافيان وايي هغوي د جعلي خبر يا معلوماتو د مخنیوي په حق کې دي خو باید چې په دې قانون کې ابهام ختم کړل شي.
د پارليماني چارو خبريال محمد صدیق ساجد وايي، "باید چې دې قانون کې ورکړل شوې طريقه کار دومره اسان کړل شي چې مونږ پرې پوه شو چې کوم ټکې به کاروو او کوم نه، هسې نه د قامي سلامتيا په نامه ټول صحافيان ونيول شي، د دې ابهام لېرې کول ډېر ضروري دي خو په دې کې نور تر ميمونه هم کېدې شي او چې کله د دې قانون رولز جوړيږي نو لازمه ده چي ابهامونه ترې لېرې کړل شي".
د پاکستان حکومت دريځ لري، د دې قانون سره به ورځپاڼې يا نورې رسنۍ نه متاثره کېږي او يوازې په سوشل ميډيا به ورسره په جعلي او پارونکو موادو نظر ساتل کېږي. خو ورځپاڼه ډان په خپله اداريه کې وايي، د لانجمن پيکا قانون مقصد د جمهوریت په مرۍ غلي کېدل دي.
د يورپي يونين استازي ويلي، د سياستمدارانو، چارواکو او نظام د تنقيد څخه د بچ ساتلو لپاره د راې په څرګندونو قدغن نه شي لګول کېدې او وايي دا هغه خبرې دي، چې اوس پرې د يورپي يونين وفد د پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.