واشنګټن ته څېرمه د جهاز د راغورځېدو په اړه تحقیقات روان دي او د جسدونو د پیدا کولو هڅې کیږي

د امریکا مختلفې ادارې د هغې پېښې پلټنې کوي چې د شورو/چهارشنبې په ماخوستن په کې یوه مسافر وړونکې الوتکه سرښار واشنګټن ته څېرمه د یو پوځي هیلیکاپټر سره وجنګېده او د پوټوماک په سیند کې راوغورځېده.

ځایي او فډرل چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د امېرېکن ائیرلائنز د پرواز څلورشپېتو (۶۴) کسانو له ډلې چې د پي اېس اې ائیرلائنز په طیاره کې سپاره و، او همدا شان د پوځ د یو-اېچ-۶۰ ډوله بلېک هاک هلیکاپټر د عملې څخه هېڅوک هم په دې پېښه کې ژوندي ندي پاته شوي.

دواړه جهازونه د یو بل سره د جنګېدو نه پس، د وېرجېنیا آرلنګټن کې د رېګن نشنل ائیرپورټ ترڅنګ، په پوټوماک سیند کې راوغورځېدل. د جسدونو د لټون چارې اوس هم جاري دي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د زیارت په ورځ یو خبري کنفرانس کې د دې پېښې په باب خبرې وکړې. د وایټ هاوس په دې کنفرانس کې د امریکا د ټرانسپورټېشن سېکرېټري، شان ډفي وویل چې دواړه جهازونه، هم مسافر وړونکې الوتکه او هم پوځي هیلیکاپټر، "د پرواز په معیاري لارو" روان و چي سره وجنګېدل.

صدر ټرمپ په دې خبري کنفرانس کې د پېښې د وژل شوو کسانو په احترام خلک یوې شېبې چوپتیا ته راوبلل. هغه وویل د لټون په عملیاتو کې په ځايي، ریاستي او فډرل کچې باندې د هر ډول وسایلو نه کار اخېستلی کیږي.

deewa

هغه دا هم وویل چې د دې پېښې د وجوهاتو په باب د تحقیقاتو مشري د د ټرانسپورټ د خوندیتوب قامي بورډ په غاړه لري چې په دې کې به د امریکا د هوابازۍ فډرل اداره او د امریکا د پوځي هوازبازۍ د تحقیقاتو ډلې هم شاملې وي.

ټرمپ دا خبره هم وکړه چې ګني پخوانیو انتظامیو، چې مشري یې د ډېموکرېټ بارک اوباما او جو بایډن په غاړه وه، د فضایي ټرېفېک کنټرولرانو د برتي کولو معیارونه راټیټ کړي و. ټرمپ په دې اړوند په فډرل حکومت کې د تنوع، مساوات او شمولیت په نوم پروګرامونه یاد کړل کوم چې اوس هغه لغوه کړي دي.

د فضایي ټرېفېک د کنټرولرانو په اړه صدر ټرمپ وویل، "مونږ تر ټولو تکړه، تر ټولو ځیرک، تر ټولو هوښیار کسان غواړو. مونږ داسې کسان غواړو چې د ذهني اړخه بالادستي ولري، او دا هغه څه دي چې مونږ به یې ولرو."

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د خبري کنفرنس پر مهال

صدر ټرمپ وویل، ممکن قصور د هیلېکاپټر د عملې وي، مګر دا هرڅه به په تحقیقاتو کې روښانه شي. کله چې د هغه نه پوښتنه وشوه چې ولې فکر کوي د پخوانیو حکومتونو د تنوع، مساوات او شمولیت پروګرامونه په دې پېښه کې قصورواره کېدلی شي، نو هغه ځواب ورکړ: "ځکه زه عقل لرم چي همدا راته وايي."

په دې کنفرانس کې د امریکا نوي دفاع وزیر پېټ هېګسېټ هم خبرې وکړې. هغه وویل چې د پوځ دغه هیلیکاپټر د شپې له طرفه تربیتي پرواز کولو او "په خواشینۍ سره، یوه خطا وشوه. هلته کې یو قسمه د ارتفاع اخېستو مسئله مخې ته راغلې چې مونږ یې په اړه په فوري توګه تحقیقات پیل کړي دي."

د ټرانسپورټ سېکرېټري شان ډفي وویل، مسافر وړونکی جهاز درې ټوټې شوی او د سیند په اوبو کې چې د ملا پورې ژورې وې، لوېدلی دی.

تر دې وړاندې د زیارت په ورځ یو بل خبري کنفرنس کې د واشنګټن د اور وژنې او اېمرجنسي خدماتو مشر جان ډونلي وویل چې د ځایي، ریاستي او فډرل شاوخوا درې سوه (۳۰۰) مرستندویه عملې د پېښې په ځای کې، او هغه هم په سخته هوا کې چې یخ باد چلیږي او د سیند اوبه کنګل وهلې دي، د لټون چارې مخې ته وړي.