د صحت نړيوالې ادارې [ډبليو اېچ او] خبرداری ورکړی، د امریکې د بهرنيو مرستې بندېدل به پاکستان او افغانستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام اغېزمن کړي.
دغه خبره د صحت د نړیوالې ادارې د ختيځ مديترانې يا بحېره روم مشرې حنان بلخي په 29مه جنورۍ يوه انلاين غونډه کې کړې ده.
هغې په سيمه کې د پوليو ترڅنګ نورو ناروغو دپاره د ادارې د څار په هڅو او امریکې په مالي مرستو ټينګار کړی او ويلي يې دي دا مرستې دا پروګرام ژوندی ساتي.
بلخي دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د سوګند يا لوړې کولو وروسته سمدست د 90 ورځو پورې نزدې هر ډول بهرنۍ امريکايي مرستې ودرولي، او د صحت د نړيوال پروګرام څخه یې وتلو اعلان کړی وو.
په نړۍ کې دا وخت يواځې پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري.
د صحت د نړیوالې ادارې ويلي، "پاکستان د 1994 راهسې د پوليو پېښې 99 فيصده کمې کړي دي، اداره به د پاکستان سره د دې نړيوالې خطرې ختمولو پورې ولاړه وي، د پوليو څخه تر هغې وخته يو ماشوم هم محفوظ نه دی څو پورې چې ټول ماشومان نه وي محفوظ کړل شوي".
بلخي د صحت د نړيوالې ادارې څخه وتلو اعلان ته بدقسمتي ويلي او په سيمه کې یې د لسيزو راهسې د ادارې دپاره د امریکا د مرستو په ارزښت رڼا اچولې ده.
هغې زياته کړې، "د امریکې په فنډ د پوليو ضد مبارزه د پوليو د ختمولو دپاره پرېکنده وه، دا وخت مونږ د نړۍ دوه په هيوادونو افغانستان او پاکستان کې د پوليو ختمولو په وروستي پړاو کې يو".
بلخي ويلي، "مونږ تمه لرو د خپلو همکارانو په مرسته به مونږ په دې وروستي پړاو کې د دغو هيوادونو څخه د پوليو ختمولو خپل هدف ترلاسه کړو".
په 28مه جنورۍ د صحت نړیوالې ادارې مرستيال ډايريکټر مايک ريان پاکستان کې د پوليو خاتمې دپاره د 68 ميلينه ډالرو فنډ کې د ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي تراوسه پورې شوی پرمختګ د خطرې سره مخ کېدی شي.
هغه ويلي، "سمدستي مرستې ضروري دي چې په سخته ترلاسه شوې ګټه د لاسه ور نه کړل شي".
پاکستان کې تېر کال د پوليو 73 او افغانستان کې 25 پېښې رپورټ شوې وې، پاکستان کې سږ کال په 2025م کې هم تراوسه پورې د پوليو يوه پېښه رپورټ شوې ده.
پاکستان کې د روان کال د پوليو ضد څاڅکو لومړی کمپاين د فرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې پيل کيږی.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د مرکز او صوبو ترمنځ مرسته په ملک کې د پوليو په بشپړ ډول خاتمه ممکن کولی شي.