سويډن کې قران ته اور اچونکی تن په ډزو وژل شوی

سويډن کې د مسلمانانو مقدس کتاب قران ته څو ځله اور اچونکی تن په ډزو وژل شوی دی. د زيارت، پنجشنبې په ورځ ځايي چارواکو تاييد کړې، د 38 کلن سلوان موميکا د وژنې پلټنې پيل کړل شوي او پینځه کسان مشکوک کسان یې هم نيولي دي.

د سټاک هوم يو پراسيکيوټر ويلي، دا وخت پلټنې په لومړي پړاو کې دي او نور معلومات ټولولی شي.

پوليسو ويلي، د سټاکهولم کاونټۍ د سوډرټالج ښار کې په يوه ودانۍ کې د ډزو پېښه شوې، دا پېښه هغه ځای شوې چرته چې موميکا اوسېدلو.

د پوليسو په خبره، دغلته بيا يو تن په ژوبل حالت کې ترلاسه شوی چې روغتون ته منتقل کړل شوی ژوند یې د لاسه ورکړی او هلته یې بيا پېژندګلو د سلوان موميکا په نوم شوې ده.

ويل شوي، موميکا عراقی مسيحي وو، د خپل ملګري سلوان نجم سره یې په په ګډه په 2023م کې قران ته څلور ځله اور اچولی وو.

په اګست 2023م کې پرې په سويډن کې د يوې ځانګړې نسلي ډلې په نخښه په تور کې مقدمه درج کړل شوې وه.

قران ته د اور اچولو د پېښې وروسته د سويډن ضد ګڼو ملکونو کې مظاهرې شوې او د مينځني ختيځ ځينې هيوادونو ورسره اړيکې هم ترينګلې کړې وې.

موميکا د 2018م راهسې په سويډن کې مېشت وو، د 2023م په اکتوبر کې د سويډن مايګرېشن ايجنۍ د غلطو معلوماتو په سر د هغه د اوسېدو اجازت نامه ځنډولې خو په عارضي توګه یې ورته سويډن کې د پاتې کېدو اجازت ورکړی وو.

وروسته عراق هم د سويډن سره د هغه د سپارلو دپاره رابطه کړې وه.

په مارچ 2024م کې هغه ناروی ته سياسي پناه اخستو له تللی خو ناوری څو اوونۍ وروسته بیرته سويډن ته لېږلی وو.

په 2018 کې سویډن ته د تلو نه مخکې د هغه د ټولنيزو رسنیو د پوسټونو څخه معلوميږي چې هغه په عراق کې سياسي فعاليتونه درلوده او داعش ضد جنګېدونکې يوه عيسايي ډله کې وو.

د موميکال په وژنه د سويډن وزيراعظم ویلي، د عراقي پناه اخستونکي کډوال په وژنه کې غېر ملکي قوتونه ککړ معلومېدی شي.

هغه ويلي، باور ورکوی چې امنيتي ادارې به د دې معاملې ژور جاج واخلي.

د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي