د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې بنو په بکاخېل کډوالو کمېپ کې، وزيرستان کډوال دعوه کوي، سهار وختي په کېمپ کې پوځي عمليات کېدل، عملياتو کې يو تنکی ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
پوځ دغه دعوې ته په رسمي توګه سمدستي کوم غبرګون نه دی ويلی، خو امنیتي سرچینې وايي، سهار د وزيرستاني کډوالو کېمپ کې د ترهګرو وسله والو د موجودګۍ په خبر چاپه وهل شوې او هغه وخت ډزې شوي، د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ويلي.
وزيرستاني کډوالو د يو تنکي ماشوم جسد د بکاخېل کېمپ مخې ته د بنو ميرانشا په غټ اېښودی، راټول شوي او وايي دوی د دغه پېښې پرضد احتجاج کوي.
د احتجاج يوه ويډيو چې مطبوعاتو سره شريکه کړل شوې، پکې د کډوالو يو مشر ملک علي شاه خان وايي، "په علاقه کې مو ناامنۍ وه، د لسو کاله راهسې کډوال يُو، په کېمپ کې ساتل کيږي اوس په دې خېمو کې نه شو معاف دلته یې راته دا تنکي ماشومان ووژل".
د وژل شوي ماشوم د جسد سر ته ولاړ نوموړی ملک وايي، د دغه ماشوم پلار سهار مزدورۍ له ځي او ماښام راځي په څه هم نه دی خبر، خو ماشوم یې ووژل شو.
په ويډيو کې يو بل تن قامي مشر نېک عمل وايي، د دغه ماشوم د وژنې رياست زمه وار ګڼي، رياست به یې تاوان ورکوي.
هغه په خلکو غږ کوي چې راشي او د کډوالو سره ودريږي، ظلم ورسره شوی دی.
د بنو د بکاخېل تاڼې چارواکي وايي، په کېمپ کې ورته د ډزو خبر ترلاسه شوی، نفري هلته لېږل شوې او د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.
بل اړخ ته د بنو ميرانشا په سړک د جسد سره احتجاجي پرلت پيل شوی دی.
يوې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته ويلي، امنيتي ځواکونو ته د بکاخېل کمېپ کې د وسله والو د موجودګۍ خبر وو، او چې دوی سهار درې بجې خواوشا هلته رسېدلي، په دغه موقعه ډزې شوي، خو دا یې نه دي ويلي چې ډزې چا کړي دي.
سرچينې په عملياتو کې د کومې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، او خلکو دعوې په اړه یې ويلي، ډزې وسله والو کړي که د خلکو لخوا شوي، په دغې خبر نه لري.