بره کورمه کې په سرکاري قافله برید شوی، اسسټننټ کمشنر اؤ دوه پولیس پکې ژوبل شوي

PAKISTAN-RELIGION-CONFLICT-SECTARIANISM

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه بره کورمه کې د شیعه ګانو اؤ سنيانو ترمنځ د پېل شوې جګړې ودرولو لپاره سیمې ته په روانه سرکاري قافله وسله والو ډزې کړي چې پکې اسسټنټ کمشنر اؤ دوه پولیس ژوبل شوي دي.

د سیمې نه یوې پولیس سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته ویلي دا برید د جمعې په ورځ د اسسټنټ کمشنر په مشرۍ روانه قافله باندې د بره کورمې په بوشهره سیمه کې شوی دی.

سرچینې وایي په قافله شوؤ ډزو کې د سید منان په نوم اسسټننټ کمشنر اؤ دوه نور پولیس ژوبل شوي چې د علاج لپاره په سمدستي توګه د بوشهره روغتون ته رسول شوي دي.

پولیس سرچینې اؤ پاکستاني میډيا وایي چې د اسسټننټ کمشنر سید منان په مشرۍ قافله بوشهره ته روانه وه اؤ غوښتل یې دغلته د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ پېل شوې جګړه ودروي.

سرچینې وایي په سرکاري قافلې دا ډزې د غلجو کلي تر څنګ د فتح کلي له لوري شوې دي خو نه ده معلومه شوې چې ډزې چا کړې دي.

د پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي ، پېښه کې ژوبل اسسټننټ کمشنر اؤ پولیس عسکر یې د بوشهره روغتون ته رسولي اؤ د ملزمانو د نیولو لپاره یې له سیمې ګېره اچولې ده.

تر دې وړاندې د جنورۍ په څلورمه نېټه په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د ډپټي کمشنر په قافله هم وسله والو برید کړی ؤ چې پکې د ډپټي کمشنر جاوید الله مسید اؤ د پینځوؤ عسکرو په ګډون اووه کسان ژوبل شوي وؤ.

له دې وړاندې په 16مه جنورۍ کورمې ته تلونکې د 35 ګاډو قافله باندې په بګن کې نامالومه وسله والو بريد کړی، اووه ګاډي یې سوځولي د نورو نه یې سامانونه لوټلي، او د دوه امنيتي عسکرو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته بيا په علاقه کې د 19مې جنورۍ څخه د شرخوښو پرضد پوځ، پوليس او اېف سي عمليات پيل کړي وؤ.

د امنیتي ځواکونو او هيلي کاپټرو د لارې روانو دې عملیاتو کې د ځينو علاقو په ولقه کې د اخستو او د شرخوښو د ځالو ورانولو دعوې شوي، خو د عملياتو په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه نه خو پوځ او نه انتظامیې کوم معلومات خپاره کړي دي.

په 19مه جنوري په پېښور کې د کورمې د حالاتو په اړه د اوچتې پاي غونډه هم شوې وه پکې د صوبې چیف سیکرټري، د پولیسو مشر، د صوبایي حکومت ویاند اؤ د قانون پځای کوونکو ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی ؤ.

د صوبایي حکومت د ویاند ددغه غونډې په اړه خپل بیان کې ویلي وؤ، په دې غونډه کې د شرخوښو عناصرو پر ضد د بې توپیره سختو عملیاتو پریکړه شوې ده.

ویاند ویلي وؤ،په تېرو درې میاشتو کې د خیبر پښتونخوا حکومت هڅه کړې چې د لویو جرګو له لارې د پښتني دودونو مطابق د سولې چاپېریال رامنځته کړي. په دې لړ کې د سولې تړون وشو، خو ځینو شرخوښو عناصرو د دې تړون د ناکامولو هڅه وکړه.

ویاند ویلي وؤ دغه شرخوښي عناصر نه یوازې په تړون قایم پاتې نه پاتې شول، بلکې په ډپټي کمېشنر یې وژونکی برید هم وکړو چې هغه په دغه برید کې سخت ټپي شو.

کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې روانې ناامنۍ او فرقه ييزه نښتو وروسته د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.

په کوزه کورمه کې په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته بيا په بګن او خواوشا سيمو کې د يرغل، کورونو او دوکانونو سوځولو ويل شوي وو.