د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په هر قيمت به د پاکستان څخه د پوليو خاتمه کول وي، په کوټلې تګلاره او ګډو هو د پوليو خاتمه کېدی شي.
د پاکستان وزيراعظم پرون په دويمه فرورۍ ملک کې د روان کال د پوليو ضد څاڅکو لومړي قامي کمپېن پرانسته کې دغه خبرې کړې دي.
پاکستان کې نن د درېمې فرورۍ څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپېن پيليږي ځينې سيمو کې به پينځه او ځينو کې د يوې اوونۍ پورې روان وي.
شهباز شريف د پوليو کمپېن پرانستې دستورې ته په وينا کې ويلي، تېر کال په ملک کې د پوليو 77 پېښې رپورټ شوې دا یو غټ چېنلج او د خفګان خبره ده، سږ کال تراوسه پورې يوه پېښه رپورټ شوې، چې دا هم نه وی رپورټ شوی.
هغه زياته کړې، د پاکستان نه به د پوليو خاتمه کوو، او په دغه لړ کې د افغانستان سره په رابطه کې يُو.
د نوموړي په خبره، د افغانستان سره په همکارۍ به د هلته نه هم د پوليو خاتمه کوو.
د پاکستان وزيراعظم د پوليو مخنيوي په لړ کې د نړيوالو مرستندويه ادارو مننه کړې او ويلي يې د دغو ادارو په مرسته د پوليو خاتمه ممکن ده.
پاکستان کې تېر کال د پوليو 73 او افغانستان کې 25 پېښې رپورټ شوې وې، پاکستان کې سږ کال په 2025م کې هم تراوسه پورې د پوليو يوه پېښه رپورټ شوې ده.
پاکستان کې د کال 1994م راهسې د پوليو د مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.