د صحت نړیوال تنظیم له امریکا څخه غوښتي چې د تنظیم نه د وتلو په اړه په خپله فیصله بیا غور وکړي

د ګل دوشنبې په ورځ د ایګزیکټیو بورډ په غونډه کې په خپلو خبرو کې  د ډبلیو اېچ او ډایریکټر جنرل یا مشر ټېډروس اېډونېم ګیبریوس ګډونوالو ته وویل چې د صحت اداره د امریکا په فیصله افسوس کوي او امید کوي چې واشنګټن به په دغه فیصله بیا غور وکړي.(فایل فوټو)

د صحت نړیوال تنظیم (ډبلیو اېچ او) له امریکا څخه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د صحت تنظیم څخه د وتلو فیصله بیرته واخلي، او د ممکنه نړیوال روغتیایې نتیجو او د بجټ اندیښنو په اړه یې خبرداری هم ورکړی دی.

د ګل دوشنبې په ورځ د ایګزیکټیو بورډ په غونډه کې په خپلو خبرو کې د ډبلیو اېچ او ډایریکټر جنرل یا مشر ټېډروس اېډونېم ګیبریوس ګډونوالو ته وویل چې د صحت اداره د امریکا په فیصله افسوس کوي او امید کوي چې واشنګټن به په دغه فیصله بیا غور وکړي.

د ډبلیو اېچ او لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي ډایریکټر جنرل ټېډروس اېډونېم ګیبریوس وویل: "مونږ به د ډبلیو اېچ او د امریکا ترمنځ تاریخي تعلقات برقرار او پیاوړي کولو لپاره د تعمیري خبرو اترو ته ښه راغلاست وایو چې د مهم اغیزو لکه د چیچک له منځه وړلو کې مرسته کړی."

دوه اوونۍ وړاندې صدر ډانالډ ټرمپ یو ایګزیکټیو آرډر یا صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې د ڈبلیو اېچ او څخه د امریکا د وتلو اراده یې اعلان کړه.

د ڈبلیو اېچ او د مالي معلوماتو د شمېرو ترمخه ، امریکا د 2024م کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ نزدې 988 مېلینه ډالر مرسته کړې چې د ڈبلیو اېچ او د 6.9 بلینه ډالرو بجټ 14 فیصدي برخه جوړیږي.

هغه اسناد چې تېره اوونۍ د ډبلیو اېچ او د بجټ په غونډه کې وړاندې شو او ایسوسي ایټېډ پریس خبري ادارې ترلاسه کړي کې ویل شوي، د امریکا فنډنګ (مرستې) "د ډبلیو اېچ او په ډیرو لوی پیمانه د بیړنیو عملیاتو مهمه برخه جوړوي " .

د دغه فنډنګ یا مرستو هدف په نړیواله کچه د ناروغۍ سره مبارزه کول وو. د مثال په توګه، د امریکا مرستې په یورپ کې د ټي بي د مخنیوي هڅو 95 فیصدي برخه جوړوي، او همدارنګه په افریقا، مغربي بحرالکاهل او هیډ کوارټر جنیوا کې د ډبلیو اېچ او د ټي بي پروګرام 60 فیصدي برخه جوړوي.

د دې نه علاوه په دغه اسنادو کې ویل شوي د امریکا د وتلو په نتیجه کې په منځني ختیځ، یوکرین او سوډان کې د صحت نړیوال تنظیم پروګرام، د پولیو له منځه وړلو او اېچ ای وي پروګرامونو هم په خطر کې دي.

د صدر ټرمپ صدارتي فرمان یا ایګزیکټیو آرډر کې د واشنګټن د ډبلیو اېچ او نه د وتلو څلور مهم لاملونه په ګوته شوي دي.

په دغه کې ویل شوي چې ډبلیو اېچ او د نړیوالې روغتیا پروژې لکه کويډ – 19 ناسم اداره کړې او د اصلاحاتو پروګرام نافذ کولو کې پاتې راغلي.

په دې کې دا هم ویل شوي چې ډبلیو اېچ او تنظیم "د ډبلیو اېچ او غړو هېوادونو لخوا د غیر مناسب سیاسي اثر څخه د ازادي په ښودلو کې پاتې راغلی" او دا چې "د نورو هېوادنو پرضد د ښودل شوي فنډز په مقابله کې امریکا نه خورا زیات او غیر عادلانه فنډونو غوښتنه کوي."

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د اې پي، رويټرز، او اې اېف پي نه اخیستل شوي دي