د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو به د نهې ، سه شنبې په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ سره ملاقات کوي او تمه ده چې د فلسطیني وسله والې ډلې حماس په ضد جګړه کې ډزبندي ، د غزې نه د یرغمل شویو کسانو خلاصون او په سیمه کې راتلونکي تعلقات به دغه ملاقات مهمې موضوعګانې وي.
په وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ کې دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې اسرایل او حماس د امریکا، مصر او قطر په منځګړتوب د ډزبندۍ د راتلونکي پړاو په اړه خبرې اترې کوي، چې پکې د جګړې مکمل ختمول او د 2023 کال په اکتوبر کې د اسرایل نه یرغمل شوي ټولو کسانو خوشې کول مرکزي ټکي دي.
صدر ټرمپ به د فرورۍ په څلورمه د وزیراعظم نتنیاهو هرکلی کوي او دا به د کوم بهرني هېواد لومړنی مشر وي چې ټرمپ د دویم ځل واکمنۍ له تر لاسه کولو دوې اونۍ وروسته ورسره ویني او پر سیمه ییزو مسایلو ورسره خبرې کوي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د صدر ټرمپ سره د ملاقات نه وړاندې ویلي د حماس خلاف جګړه ، د ایران د یرغل په ضد د مبارزې او د عربي هېوادونو سره د سفارتي اړیکو د پراخولو په اړه به ورسره بحث کوي.
ټرمپ د نتنیاهو د اوږدې مودې اتحادي وو او د منځني ختیځ لپاره یې خپل استازی سټیو ویټکوف لېږلی وو چې د حماس خلاف د اسرایل په جګړه کې د شپږو اونیو د روانې جنګ بندۍ او د بندیانو په بدل کې د یرغمل کسانو په تبادله کې مرسته وکړي.
دا روښانه نه ده چې د ټرمپ دریځ څه دی، که څه هم ټرمپ د اسرایل کلک ملاتړی وو، خو په منځني ختیځ کې یې د جګړو د پای ته رسولو ژمنه هم کړې وه، ځکه یې د بایډن د واکمنۍ په وروستۍ ورځ د ډزبندۍ د تړون د منځګړتوب کرېډیټ واخیست.
که څه هم د حماس وسلوالو تر اوسه پورې له اسرایله د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې 18 یرغمل کسان خوشي کړي دي، د ډزبندۍ د دویم پړاو په اړه لا هم ستونځمنې خبرې اترې روانې دي.
سره له دې چې اسرایل ویلي حماس ته به بیا اجازه ور نه کړي چې په غزه کې د مخکې غوندې واکمني ولري، خو تېره میاشت د ډزبندۍ له پیلېدو وروسته حماس په چټکۍ سره په غزه کې خپل کنټرول بیرته ترلاسه کړی دی.
وسلوالو ویلي دوی به د اوربند په دویم پړاو کې د جګړې له پای ته رسېدو او له غزې پټۍ څخه د اسرایلي ځواکونو له بشپړ وتلو پرته نور یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي.
په وزیراعظم نتنیاهو باندې د خپل حکومت د ښي اړخو شریکانو زیات فشار دی او ترې غواړي چې د مارچ په لومړیو کې د ډزبندۍ د لومړۍ مرحلې له پای ته رسېدو وروسته د حماس خلاف په غزه کې جګړه بیا پیل کړي.
نتنیاهو ویلي اسرایل لا هم د حماس په ضد بشپړې بریا او د ټولو هغو یرغمل شویو کسانو بیرته راستنېدو ته ژمن دی چې د 2023م کال د اکتوبر په اوومه حماس پر اسرایل د برید په وخت د 1,200 کسانو له وژلو وروسته یرغمل کړي وو.
حماس ټول شاوخوا 250 کسان یرغمل کړي وو چې 105 د 2023م کال د نومبر د ډزبندۍ په مهال خوشي شول او په اوسنۍ ډزبندۍ کې هم تر اوسه 18 یرغمل خوشي شوي دي، خو څو درځنه کسان لا هم د حماس په ولکه کې دي چې ګومان کېږي مړه او ژوندي دواړه پکې شامل دي.
د پینځلس میاشتو جګړې په مهال تر اوسه د اسرایل په ځوابي بریدونو کې تر 47,000 ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي 17,000 وسلوال یې وژلي دي.
که څه هم د اسرایل او حماس تر منځ ډزبندي روانه ده خو وخت په وخت بریدونه لا هم روان دي.
ټاکل شوې چې حماس به د اوربند په لومړي پړاو کې د 2000 فلسطیني بندیانو په بدل کې ټول 33 یرغمل شوي کسان خوشي کړي، چې د حماس په وینا اته پکې مړه دي.
اسرایلي ځواکونه د ډزبندۍ په نتیجه کې د غزې له ډېری سیمو وتلي او په لکونو فلسطینیانو ته یې اجازه ورکړې ده چې د غزې ویجاړې شوې شمالي سیمې ته بیرته ور ستانه شي.
د دویم پړاو په اړه خبرې اترې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې- ګل په ورځ به پیل شي، په نتیجه کې به یې جګړه پای ته ورسیږي او پاته شاوخوا 60 یرغمل شوي کسان به بیرته راستانه شي. که امریکا، قطر او مصر د تړون لپاره منځګړتوب ونه کړي، کېدای شي جګړه د مارچ په لومړیو کې بیا پیل شي.
ټرمپ په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د اسرایل او څلورو عربي هیوادونو تر منځ د اړیکو عادي کولو په تړونونو کې منځګړتوب کړی وو. هغه اوس د یو داسې پراخ تړون په لټه کې دی چې په هغه کې اسرایل له سعودي عرب سره رسمي اړیکې جوړې کړي.
خو ریاض ویلي یوازې هغه وخت به پر داسې یو تړون رضا شي چې په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي او په غزه، لویدېځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني ریاست لپاره یوه باوري لاره جوړه شي. دا هغه سیمې دي چې اسرایل د 1967 کال د منځني ختیځ په جګړه کې نیولې دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.