ټرمپ وایي،غواړي چې امریکا د غزې د تړانګې ملکیت په خپله واخلي

صدر ډونلډ ټرمپ وویل، هغه غواړي امریکا دې د غزې د تړانګې ملکیت په خپله واخلي او د فلسطینیانو په بل ځای کې له مېشتېدو وروسته دي بیا دغه سیمه ورغوي.

نوموړي دا څرګندونې د اسرایل له وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وویل، چې هغه او نتنیاهو په خپله د تړلو دروازو ترشا په دې خبرې تمرکز وکړو چې څنګه حماس له منځه یوړل شي او په یوه کړکېچنه سیمه کې باید څنګه سوله راشي.

ټرمپ وویل، هغه غواړي چې امریکا دې د غزې د تړانګې ملکیت په خپله واخلي خوصدر ټرمپ سمدلاسه واضحه نه کړله چې امریکا به څنګه دغه پټۍ اداره کوي؟

صدر ټرمپ وویل: "امریکا به د غزې تړانګه ونیسي، او موږ به هم ورسره کار وکړو. موږ به د دې ملکیت ولرو او په سایټ کې د ټولو خطرناک ناچاودیدونکو بمونو او نورو وسلو د لري کولو مسولیت به په غاړه واخلو.

هغه وویل چې امریکا به د ویجاړو شویو ودانیو له پاکولو وروسته د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره کار وکړي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ او د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د نهې/سه شنبې په ورځ د ملاقات وروسته په وایټ هاوس کې خبري غونډې ته ګډه وینا وکړه.

ټرمپ د غزې د امنیت لپاره د امریکايي پوځیانو لېږل رد نه کړل، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې یې وویل: "تر هغه ځایه چې د غزې خبره ده، موږ به هغه څه وکړو چې اړین وي. که اړتیا وي، موږ به یې وکړو."

د اسرایل وزیر بنیامین نتنیاهو د ټرمپ سره په ګډ خبري کنفرانس کې د ټرمپ په اړه وویل: "تاسو په وایټ هاوس کې د اسرایل ترټولو لوی ملګري یئ". نتین یاهو وویل، د اسرایل بریا به د امریکا بریا وي.

صدر ټرمپ او بنیامین نتنیاهو د ایران په اړه هم خبرې وکړې او د سعودي سره په ابراهیم معاهدې کې د نورو هیوادونو شاملیدو یي هم وویل.

د اسرایل وزیر بنیامین نتنیاهو د نهې/سه شنبې په ورځ وویل چې هغه د اسرایل او سعودي عربستان ترمنځ سولې ته ژمن دی او باور لري چې دی به د دې هدف په ترلاسه کولو کې بریالی شي.

نتنیاهو په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل"زه فکر کوم چې د اسرایل او سعودي عربستان ترمنځ سوله نه یوازې امکان لري، بلکې زه باور لرم چې دا به حتماً وشي"

هغه زیاته کړه ”زه د دې د ترلاسه کولو لپاره ژمن یم. زه پوهیږم چې صدر (ټرمپ) هم د دې د ترلاسه کولو لپاره ژمن دی، او زه فکر کوم چې د سعودي مشرتابه هم د دې ترلاسه کولو سره لیوالتیا لري. نو موږ به یې یو ښه فرصت ورکړو، او زه فکر کوم چې موږ به بریالي شو“

صدر ټرمپ هم په دغه خبري کانفرنس کې وویل چې هغه غواړي د ایران سره یو ډیل/توافق وکړي چې دوه اړخیزې اړیکې ښې شي. خو زیاته یي کړه چې ایران باید ایټمي وسلې ترلاسه نه کړي

صدر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړو چې هغه فکر کوي چې ایران نه شي کولای ایټمي وسلې ولري او ویې ویل چې که دوی یې ترلاسه کړي، "دا به د دوی لپاره خورا بدمرغه وي"

خو صدر ټرمپ وویل چې د ایران لپاره به دا ډیره ګټوره وي که چیرې هیواد هغه قانع کړي چې دوی به ایټمي وسلې ونه لري، په دې حالت کې، "دوی به د باور وړ راتلونکی ولري."

صدر ټرمپ د نهې/سه شنبې په ماښام د اسرایل وزیر بنیامین نتنیاهو په وایټ هاوس کې میلمه کړو. دغه خبرې اترې د اوربند په یوه مهم پړاو کې ترسره شوې.

دا د بهرني هېواد لومړنی مشر دی چې ټرمپ د دویم ځل واکمنۍ له تر لاسه کولو 2 اونۍ وروسته ورسره ولیدل او په سیمه ییزو مسایلو ورسره یې خبرې وکړی.

د اجنډا په سر کې د غزې په پټۍ کې د اسرایل او حماس ترمنځ اوربند هم شامل وو.

اسرایل او حماس لږ تر لږه 4 اونۍ وخت لري چې د دویم پړاو شرایط عملي کړي، چې پکې د پاتې ټولو یرغملو خوشې کول، د جګړې دایمي ودرول، او له غزې څخه د اسرایلي ځواکونو وتل شامل دي.

ټرمپ د ګل/دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویلي وو: ”زه هېڅ ضمانت نه لرم چې دا سوله به دوام وکړي“

له وایټ هاوس ته له تګ وړاندې، نتنیاهو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا د منځني ختیځ له استازي سټیو وټکاف سره ولیدل، چې د اوربند د تړون د تنظیم اساسي برخه وه.

د نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل چې دا ناسته “مثبته او دوستانه” وه، او زیاته یې کړه چې نوموړی به له امریکا څخه تر راستنېدو وروسته د خپلې امنیتي کابینې سره وګوري، څو د تړون د دویم پړاو د شرایطو په اړه د اسرایل دریځ وڅېړي.

د اوربند تر څنګ، نتنیاهو ویلي چې دی او ټرمپ به د ایراني تېریو د مخنیوي او له عرب هېوادونو سره د سفارتي اړیکو د پراخولو په اړه به هم خبرې وکړي.

ټرمپ په خپل لومړي دور کې د اسرایل او څلورو عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو تړونونه رامنځته کړل. اوس نوموړی هڅه کوي چې له سعودي عربستان سره هم د اړیکو د عادي کولو پراخه تړون ته ورسېږي.

خو سعودي عربستان ویلي، دوی به یوازې هغه وخت د داسې تړون موافقه وکړي که د غزې جګړه پای ته ورسېږي او د فلسطین د ریاست د جوړېدو لپاره یوه د باور وړ سیاسي لاره شتون ولري، چې پکې غزه، لویدیځه غاړه، او ختیځ بیت المقدس شامل وي – هغه سیمې چې اسرایل د 1967 کال د منځني ختیځ جګړې پر مهال ونیولې.

امریکا د فلسطین د ریاست ملاتړ کوي، خو د نتنیاهو حکومت یې مخالف دی.

حماس، چې د امریکا لخوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې، تر اوسه 18 یرغمل خوشې کړي، پداسې حال کې چې اسرایل سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.

بل اړخ ته د اسرایل پوځ ویلي دي د نهې، سه شنبې په سهار په غربي غاړه کې پر یوې پوځي پوستې یا چوکۍ د ډزو په نتیجه کې دوه عسکر وژل شوي او اته نور زخمیان شوي دي. پوځ ویلي په جوابي عملیاتو کې حمله کوونکی هم وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د اسرایل پوځ ویلي وو چې یوه وسله وال د غربي غاړې د تیاسر په کلي کې په یوه پوسته کې پر پوځیانو ډزې کړې وې. چې د پوځيانو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى ووژل شو.

د اسرایل پوځ د تېرو دوو اونیو راهیسې جنین ښار ته نزدې پراخ عملیات ترسره کوي، چې د دوی په خبره په دغه ښار کې د وسله والو د فعالیتونو مخه نیول دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو تر اوسه د وژل شویو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي چې د اسرایل د عملیاتو له پیل راهیسې لږ تر لږه 20 فلسطینیان وژل شوي دي.

د 2023م کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس لخوا پر اسرایل د برید وروسته، په غربي غاړه کې هم تشدد زیات شوی دی.

دې خبر کې د اې پي او رایټرز نه هم مواد اخیستل شوي دي