بر جنوبي وزیرستان څخه وسله والو درې پولیس تښتولي دي

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې بر جنوبي وزیرستان څخه نامعلومه وسله والو درې پولیس د هغوي له کورونو تښتولي دي.

پولیس ددې پېښو پخلی کوي او وایي د تښتول شوؤ پولیس عسکرو د راخلاصولو لپاره سیمه کې د لټونې عملیات روان دي.

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او ښاغلي ارشد خان د نهې په ورځ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا درې پولیس عسکر د جنوبي وزیرستان د لدهې د زنګړه کلي څخه وسله والو تښتولي دي.

هغه د تښتول شوؤ پولیسو پېژندلګو د حکمت یار،اسحاق اؤ اسد الله په نومونو کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د هغوي تعلق د مسید قبېلې سره دی.

پولیس وایي چې دغه تښتول شوؤ پولیس عسکرو د کوز جنوبي وزیرستان په زغزئ تاڼه کې خپل خدمات ترسره کول اؤ د نهې په ورځ هغوي د خپلو کورونو څخه وسله والو پورته کړي اؤ د ځان سره یې نامعلوم مقام ته وړي.

ډي پي او ارشد خان ویلي چې د تښتول شوؤ پولیس عسکرو د موندلو اؤ راخلاصولو لپاره سیمه کې د لټونې عملیات پېل کړل شوي اؤ هغوي به زر د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړل شي.

په سمدستي توګه د پولیسو د تښتولو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو له کومې سیمې چې دغه پولیس تښتول شوي سرچینې وایي چې هلته د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي وسله وال زیات فعاله دي.

تر دې پېښې له مخې د تېرې جنورۍ میاشتې په پاي کې د شمالي وزیرستان په یوه تحصیل کې د دوو جلا پېښو په ترڅ کې د ایف سي ځواک د یو سرتېری په ګډون شپږ کسان نامعلومه وسله والو تښتولي وؤ او دوه د اوبو ټېنکرونه یې هم د ځان سره وړي وؤ.

هغه مهال پولیسو ویلي وؤ ، وسله والو چې په دوو موټرو کې سپاره وو، هوايي ډزې وکړې او پنځه کسان یې له ځانه سره زوره یوړل.

سرچینې ډیوه ته ویلي وؤ چې دغو تښتول شوؤ کسانو د میرعلي سب ډویژن د شیوا تحصیل د حسن خېل کلي کې د بجلۍ په ستنو کار کاوه، چې وسله والو وتښتول.

په بله پېښه کې د ټوچي سکاوټس یو سرتېری، حامدالله، د حسن خېل له بازار څخه راستنېدو، چې وسله والو تښتولی ؤ.

د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د یوې اوږدې مودې راهسې د ترهګرۍ د بهیر سره مخ دي اؤ دغو سیمو نه وخت په وخت په امنیتي ځواکونو، سرکاري ودانیو اؤ افسرانو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي چې په دې پېښو کې تر اوسه په لسګونو امنیتي عسکرو ، قامي مشرانو اؤ د سیمې عامو خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی