د پاکستان پوځ وايي، افغانستان کې واکمنه طالبان دې د "ردولو په ځای د تحریک طالبان پاکستان پرضد کلک ګامونه پورته وکړي". افغانستان کې واکمنه طالبان تل د پاکستان دا دعوه ردوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کاريږي.
پرون په څلورمه فرورۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه کې بيا "ژوره اندېښنه څرګنده کړل شوې، چې تحریک طالبان پاکستان چې پوځ یې د فتنه الخوارج په نوم يادوي، د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره په دوامداره توګه کاروي".
د پاکستان د کور کمانډرانو غونډې ټينګار کړی، "افغانستان کې عبوري حکومت دې په ځای د دې چې رد وکړي، د ټي ټي پي پرضد کلک ګامونه پورته کړي، د پاکستان او خلکو د دفاع دپاره دې اقدامات او تګلاره جاري وساتي".
د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د پاکستان پوځ تازه دعوه هم په داسې وخت کې تکرار کړې چې په ځانګړي ډول افغانستان سره په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
د ناامنۍ او ترهګرۍ زياتې پېښې د خېبرپښتونخوا جنوبي او قبايلي ضلعو کې کيږي.
د پاکستان حکومت او پوځ په تکرار سره وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر د خاتمې پورې روانه وي.
پرون د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم يوې دستورې ته په وينا کې تکرار کړې، د 2018م کال پورې پاکستان کې ترهګري نزدې ختمه شوې وه.
هغه تور لګولی، ترهګري بيا هغه وخت غټ چېلنج جوړ شو چې ترهګر بيرته راوستل شو.
د پاکستان حکومت تور لګوي، د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د تحریک طالبان پاکستان بيرته راوستل شوي، د جېلونو څخه خوشي کړل شوي او هغوی بيا دلته ترهګري شورو کړې ده.
خو تحريک انصاف ګوند تل دغه تور رد کړی او وايي، د ټي ټي پي سره مذاکرات شوي خو بيرته نه دي راوستل شوي او نه اباد کړل شوي دي.
ياد مذاکرات چې د ډېرې مودې پورې روان وو، په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته لېږل شوي خو بې د کومې نتيجې پای ته رسېدلي او ټي ټي پي د پاکستان سره کړې ډز بندي ختمه کړې او حملې یې پيل کړې وې.