يو اېن اېچ سي ار او آی او اېم پاکستان کې د افغانانو په بې ځايه کولو اندېښنه څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) پاکستان کې د افغانانو د بې ځایه کولو په لړ کې په وروستیو پرمختګونو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، پاکستان دغه افغانان له اسلام آباد او راولپنډي څخه بل ځای ته منتقلوي یا به د شړلو سره مخ کیږي.

يو اېن اېچ سي ار او آی او اېم نن په پينځمه فرورۍ ګډه اعلاميه کې د پاکستان نه د تازه پرمختګونو په اړه سپيناوی غوښتی دی.

پاکستاني چارواکو په درېمه فرورۍ منلې، چې په مغربي ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې مېشت افغانان به د مارچ د میاشت د 31مې نېټې پورې د پاکستان څخه ډيپورټ کولی یا ملک بدر کولی شي.

ويل شوي، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف تېره اوونۍ په هېواد کې د مېشتو قریباً درې مېلین افغانانو د صورتحال په اړه د یوې غونډې مشري کړې وه.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، ياده غونډه کې پرېکړه شوې، هغه افغانان چې په درېیم ملک کې د ابادېدو په لړ کې په اسلام اباد او په راولپنډۍ ښارونو کې دي د مارچ د 31نېټې پورې دې د دواړو ښارونو څخه وویستل شي، يا به بيرته افغانستان ته ولېږل شي. په دې لړ کې نور تفصیل نه دی وړاندې کړی شوی.

يو اېن اېچ سي ار او آی او اېم ويلي، مني چې رياستونه د مهاجرينو په ګډون د بهرنيانو ګرځېدل محدود کولی شي خو دوی د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې د دغو خلکو بل ځای ته منتقل کولو، قانوني اسناد لرونکو افغانانو (پي او ار او اې سي سي کارډ لرونکو) قانوني حيثيت او بشري معيارونه په نظر کې وساتي.

دواړو ادارو په ګډه اعلاميه کې ويلي، د 2025 کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې راهسې، د اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نيول زيات شوي، چې پکې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي، سږ کال تراوسه پورې يواځې د اسلام اباد او پېنډۍ څخه د 800 نه زیات افغانان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، بيرته خپل هيواد ته شړل شوي، او دغه عمل په افغان کډوالو کې نوره ويره سېوا کړې ده.

اعلاميه کې ویل شوي، دواړه ادارې په ځانګړې توګه د هغو افغانانو په اړه اندېښنې لري، چې په ممکنه ډول بیرته افغانستان ته ستنولو په صورت کې د خطرو سره مخ شي، لکه لساني او مذهبي لږکۍ، ښځې او جينکۍ، خبریالان، د بشري حقونو فعال او د هنري مسلکونو غړي لکه موسیقارانو او نور شامل دي.

د يو اېن اېچ سي ار استاز فيليپا کينډلر د کډوالو په کوربتوب کولو د پاکستان ستاينه کړې، خو ورسره یې زياته کړې، په زوره د افغانانو ستنول به ځينو خلکو ته ورپېښې خطرې سېوا کړي، پاکستان دې د خطرو سره مخ افغانانو ته تحفظ ورکړي.

ادارو ویلي، د پاکستان په چېلنجونو خبر دي، کومې چې په ځانګړي ډول د امنيت سره تړلي دي، پناه غوښتونکي دې د پاکستان قوانينو ته درناوی ولري، پاکستان کې اکثره افغانان په قانوني حیثيت مېشت دي پاکستان بايد دغو حالاتو د بشري خواخوږۍ له نظره وګوري.

پاکستان د يو اېن اېچ سي ار او آی او اېم اعلاميې ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی.