د غزې د ملکیت پغاړه د اخستو په هکله د صدر ټرمپ څرګندونو ته په نړۍ کې چټک غبرګون ښودل شوی

د امریکایي صدر ډونالډ ټرمپ لوړپوړي ډیپلومات او د سپینې ماڼۍ ویاندې د شورو/چهارشنبې په ورځ د صدر ټرمپ د هغو څرګندونو سپیناوی یو ځل بیا کړی دی چې ګواکې صدر ټرمپ غواړي فلسطینیان له غزې څخه دایمي ایستلو ته اړ کړي.

دا وضاحت وروسته له هغه وړاندې شو چې د امریکا ملګرو هېوادونو او حتی ریپبلکن قانون‌ سازانو هم د ټرمپ د دې نظر مخالفت وکړ چې امریکا دې د غزې د راتلونکي ملکیت پغاړه واخلي.

د نهې په ورځ اسرایلي وزیراعظم نیتن یاهو سره سپینه ماڼۍ کې تر لېدنې وروسته ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې صدر ټرمپ ویلي وؤ امریکا به د غزې انتظام پخپل لاس کې اخلي اؤ موږ به پر دې کار هم کوؤ.

هغه ویلي وؤ چې د غزې بیا ودانول غواړي خو د شورو په ورځ له هیواد د باندې امریکایي ایتلافیانو اؤ مخالفینو دواړو د ټرمپ دا وړاندیز مسترد کړی دی.

صدر ټرمپ د خپل دې وړاندیز هیڅ تفصیلات نه وؤ ښکاره کړي چې هغه به د غزې د ملکیت په لاس کې د اخستو پخپله منصوبه عمل څنګه کوي؟.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سیکرټرې د شورو په ورځ د صدر ټرمپ د څرګندونو سپیناوی وکړو اؤ وي ویل صدر ټرمپ په فلسطیني سیمو د امریکا د واک په اړه خپل وړاندیز کې په غزې کې د امریکایي پوځيانو د ګمارلو هوډ نه دی څرګند کړی.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټرې کیرولاین لیوټ وایټ وویل "صدر ټرمپ خیال لري چې د غزې په بیا ودانۍ کې د امریکې شاملېدو ته اړتیا ده، خو د دې دا مطلب نه دی چې غزې ته دې امریکایي ځواکونه ولېږل شي".

د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې غزې ته سخت زیانونه اوښتي دي اؤ صدر ټرمپ له غزې د ملبې لرې کولو وړاندیز کوي.

د هغه په خبره "صدر ټرمپ چې پرون د کومې خبرې اعلان کړی هغه یو وړاندیز دی چې ښیي امریکا چمتو ده د دې سیمې د بیا ودانۍ ذمه پخپله غاړه واخلي".

د شورو په ورځ له امریکې بهر ایتلافي هیوادونو اؤ مخالفینو دواړو د صدر ټرمپ دا وړاندیز مسترد کړی اؤ د دې غندنه یې کړې ده.

متحده عرب امارات، سعودي عرب، اسټریلیا، ایر لینډ، چین، نیوزي لینډ، جرمني اؤ همدا شان د اروپاي اتحادیې اؤ کریملن یو ویاند هم د دوه ریاستي هواري د ملاتړ هوډ ښکاره کړی دی.

مصر،اردن اؤ منځني ختیځ کې نورو امریکایي ایتلافیانو د ۲۰ لکو نه د زیاتو فلسطینیانو د غزې څخه په کوم بل مقام د ابادولو وړاندیز له مخکې څخه رد کړی دی.

د ټرمپ له تبصرو وروستیو د مصر خارجه وزارت یو بیان خپور کړی چې پکې د فلسطینیانو د غزې پټۍ څخه بهر له منتقل کولو پرته د غزې د بیا ودانۍ په ضرورت ټینګار شوی دی.

سعودي عرب هم ویلي چې هغوي به د فلسطینیانو د جلا ریاست له قیام پرته اسرایل سره خپلې اړیکې ټینګې نه کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د شورو په ورځ یو بیان کې ویلي چې د فلسطینیانو په اړه یې دریځ روښانه دی ، په دې بیان کې د فلسطینیانو له خپلې ځمکې د بې دخله کولو هره هڅه مسترد کړل شوې ده.

د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې د سعودي د خارجه وزارت په بیان کې ویل شوي چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي عرب د دریځ په واضحه اؤ غېر مبهم انداز کې تاييد کړی چې د هغې په یو صورت کې هم کومه بله تشریح اؤ سپیناوی نه شي کیدای.

د اروپاي اتحادیې د خارجه پالیسۍ ترجمان د شورو په ورځ ویلي دي چې غزه باید په راتلونکي کې د فلسطیني ریاست لازمه برخه وي اؤ دا چې اروپاي اتحادیه د اسرایل اؤ فلسطین دوه ریاستي هواري ته پرعزمه ده.

ویاند ویلي چې غزه د مستقبل د کوم فلسطیني ریاست نه بېلېدونکې برخه ده.

د اسټریلیا وزیراعظم انتهوني البنیز ویلي "د اسټریلیا دریځ هم هغه دی چې نن سهار ؤ، چې پروسکال ؤ اؤ چې لس کاله د مخه ؤ".

د ایرلېنډ وزیراعظم مایکل مارټن ویلي "په دې کې شک نشته چې د تېرې شپې تبصرې خورا د اندېښنې وړ وې،زه مدام ،کله چې د امریکایي انتظامیې خبره راځي نو کومه پرېکړه په دې بنیاد کووم چې هغوي څه کوي نه چې هغوي څه وایي".

د برتانیې وزیراعظم کیر اسټارمر د هغو زرګونو فلسطینیانو د انځورونو حواله ورکړې ده چې په ملبه خپلو کورونو ته ورتېریږې اؤ هلته چې کوم څه بچ پاتې شوي د هغې خواته بېرته ورګرځي.

د اسټارمر په خبره "هغوي ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، هغوي ته باید د بیا ودانۍ اجازه ورکړل شي اؤ موږ باید د دوه ریاستي حل په لاره کې د بیا ودانۍ په کار کې د هغوي ملګرتیا وکړو".

د ترکي د بهرنیو چارو وزیر حقان فیدان اناطولیه خبري شبکې ته ویلي "د ټرمپ له لوري د غزې نه د منتقلۍ وړاندیز نه خو خطه قبلوي اؤ نه به یې مونږ قبول کړو".

د فیدان په خبره "زما په اند په دې هکله سوچ کول هم ناسم اؤ ناوړه دی".

د فلسطیني د واکمنې ادارې مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې هغه باید د فلسطیني ولس اؤ د هغوي د حقونو تحفظ وکړي.

نوموړي ویلي" ټرمپ چې څه کول غواړي هغه به د نړیوال قانون سخته سرغړونه وي".

د فلسطین د ازادۍ د ډیموکراټیک جبهې غړي فتحي کلاب وویل چې دغه وړاندیز د نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې دی.

هغه زیاته کړه، "د بشري مرستو په نامه، خلک له خپلو کورونو څخه بېځایه کول، یو جنګي جرم ګڼل کیږي، کوم چې د قانون له مخې سزا لري، لکه څنګه چې څو نړیوالو سازمانونو دا منلې ده".

حماس، چې امریکا او څو نورو لویدیځو هیوادونو ترهګره ډله بللې، وویل چې د ټرمپ وړاندیز به د سیمه ییزې بې نظمي او زیاتو کړکېچونو لامل شي.

د امریکايي سیاستوالو غبرګون:

د امریکا د حکومت مخالفه سیاستوالو هم د ټرمپ وړاندیز رد کړی دی.

د ډیموکراټ سینیټر کرس کونز وویل چې دا ډول وړاندیزونه نه یوازې توند او خطرناک دي بلکې دوی د بشري مرستو د یوې اوږدې مودې د پروګرام پر ځای د داسې کړنو غوښتنه کوي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي.

په عېن حال کې د استازو د ایوان سپیکر مایک جانسن د ټرمپ د وړاندیز ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دغه وړاندیز ښه پرمختګ دی.

د اسرایل د وزیراعظم وزیر بنیامین نیتنیاهو سره د یوه ناستې پر مهال د امریکې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د مخه ویلي وؤ چې پوځ تیار دی چې د غزې د بیارغونې لپاره ټولې لارې وڅاري.

(ددې رپورټ معلومات د اې پي، اې ایف پي اؤ رایټرز خبري شبکو څخه اخستل شوي)