د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان کې یې د وسله والو ضد عملیات کړي، عملياتو کې يو پوځي عسکر او 12 وسله وال وژل شوي دي.
پوځ پرون په شپږمه فرورۍ ناوخته ويلي، د استخباراتو په اساس چې د شمالي وزيرستان په حسن خېلو کې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال موجود دي، پرضد عملیات شوي دي.
پوځ د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د خوارج په نوم يادوي.
پوځ دعوه کړې، علاقه کې یې عملیات کړي او 12 وسله وال يې وژلي دي.
پوځ ويلي، د وسله والو سره نښته کې پوځي عسکر د هنګو ضلعې 34 کلن لانس نايک محمد ابراهيم هم وژل شوی دی.
پوځ زياته کړې، د وژل شوو وسله والو څخه وسله ترلاسه کړل شوې او دوی د امنیتي ځواکونو ضد ترهګرو بریدونو او ملکي خلکو په هدفي وژنو کې ککړ وو.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
بل لور ته د خېبرپښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې دوام لري.
د شورو او زيارت په مينځنۍ شپه کې کرک ضلعه کې د بادرخېلو په پوليس چيک پوسته وسله وال بريد شوی، درې پوليس پکې وژل شوي وو.
پوليس چارواکو ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، ياده پېښه د بنو او هنګو په پوله جوړ چيک پوسته باندې شوې او پوليسو د برید کوونکو وسله والو سره تر دوو ساعتونو کلکه مقابله کړې ده.
ياده پېښه کې شپږ پوليس اهلکار ژوبل شوي هم دي.
د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر آی جي ذوالفقار حميد د وژل شوو پوليسو په جنازه کې ګډون کړی او ويلي يې دي پوليس او ولس د ترهګرۍ ضد يو موټی دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي او نورو چارواکو د پوليسو وژنه غندلې ده.