ټرمپ: اسرايل به د جګړې پای ته په رسېدو د غزه پټۍ امریکې ته وسپاري

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي، اسرايل به د جګړې په پای ته رسولو د غزې پټۍ امريکې ته وسپاري. د زيارت، پنجشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو يو بيان کې نوموړي ويلي، غزه کې به د بيا رغونې دپاره د کوم امريکايي پوځي لېږلو ضرورت پېښ نه شي.

صدر ټرمپ ویلي، امریکا به د نړۍ د غوره پرمختيايي ډلو سره په ګډه په قلاره او احتياط سره ودانۍ پيل کړي او غزه به د نړۍ ښايسته سيمه جوړه کړي.

له دې وړاندې د نهې په ورځ د اسرايل د وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو سره د ليدنې وروسته خبري غونډه کې نوموړي ويلي وو، امريکا به د غزې واک ترلاسه کړي او بيا به یې ودانه کړي، غزه خوندوره علاقه ده، ودانول به یې او هلته د زرګونو په شمېره کې دندې پيدا کولو به شاندار وي.

بل لور ته اسرايل د زیارت په ورځ ويلي، د غزه د پټۍ څخه یې په غټه کچه د فلسطينيانو ايستلو تياريانې پيل کړي دي.

د اسرايل د فاع وزیر کاټز ويلي، د صدر ټرمپ د وړانديز په رڼا کې یې پوځ ته لارښوونه کړې، چې د غزه د پټۍ څخه په غټه کچه د فلسطينيانو د ايستلو منصوبه جوړه کړي.

هغه ويلي، په دغه پلان کې د ځمکمنيو لارو نه علاوه د سمندر او هوا د لارې هم انتظامات د غور لاندې دي.

کاټز د امریکايي صدر د اعلان هرکلی کړی او زړوره منصوبه یې ورته ويلې ده.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، د اسرايل د دفاع د وزير د اعلان نه وروسته هلته په ځمکه کومې تياريانې نه دي ليدل شوي.

د فلسطيني چارواکو د صدر ټرمپ دغه وړانديز رد کړی او نيوکې یې پرې کړي دي.

د اسرايل وزيراعظم د فوکس نيوز سره خبرو کې ویلي وو، فلسطينيان د غزې د بيا ودانولو په وخت دغه ځای پرېښودی او بيرته بيا ابادېدی شي.

هغه هم ویلي دا يو خوندور وړانديز دی، بايد عمل پرې وشي.

د صدر ټرمپ په وړانديز د ملګرو ملتونو په ګډون ځينې ملکونو هم نيوکې کړي دي.

اسټريليا، چين، اييرلېنډ، روس، سعودي عرب او سپېن هم د ټرمپ د وړانديز نه وروسته ويلي، دوی به د دوه رياستي حل ملاتړ جاري ساتي.

غزه کې د 15 مياشتو جګړې وروسته دا وخت د شپږو اوونيو دپاره جنګ بندي ده.

د جنګ بندۍ په لومړي پړاو کې حماس وسله والې ډلې 18 يرغمل اسرايلي او اسرايل یې په بدل کې لسګونه فلسطينيان خوشي کړي دي.

د غزې جګړه د اووم اکتوبر 2023م د حماس په اسرايل د حملې وروسته پيل شوې، د حماس په حمله کې د 1200 پورې کسان وژل شوي او 250 يرغمل کړل شوي وو.

امريکې او ځينې يورپي هيوادونو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

د حماس د کنټرول لاندې د د صحت وزارت ويلي، د اسرايل په عملياتو کې د 47,500 نه زیات کسان وژل شوي، چې زياتره یې ماشومان او ښځې دي.

د اسرايل پوځ وايي، د 17,000 نه زيات وسله والو يې وژلي دي.

د دې خبر معلومات د اې پي، رويټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي