مراکش کې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې د مړه شوو څلور پاکستانيانو جسدونه ور وړل شوي

مراکش کې د بندر سره نزدې ډوبه شوې کشتۍ کې د مړه شوو څلور نورو پاکستانيانو جسدونه اسلام اباد ته رسول شوي دي، حکومتي چارواکي وايي د بشري قاچاق مخنيوی به يقيني کولی شي.

د تېرې جنورۍ د میاشتې په 16مه د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي وو، د موريتانيا څخه سپېن ته تلونکې يوه کشتۍ چې 80 تنه پکې سواره وو، ګڼ یې پاکستانيان وو، ډوبه شوې وه.

له دې وړاندې د کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې [واکنګ بارډرز] ويلي وو، 50 تنه کډوال چې زياتره یې پاکستانيان وو، د لويديځې افريقې څخه سپېن پله تلونکې کشتۍ کې ډوب شوي وو.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] نن په اوومه فرورۍ خبر ورکړی، د څلورو پاکستانيانو جسدونه د اسلام اباد هوايي ميدان ته راوړل شوي، څلور واړه د پنجاب صوبې دي.

د خبر ترمخه، پاکستاني چارواکو ويلي، د بشري قاچاق د مخنيوي دپاره د منظمه پلان په عملي کولو کار روان دی.

چارواکو په خلکو غږ کړی، د انساني قاچاق کوونکو ته درنې روپۍ ورکولو کيږي په ځای د دې دغه روپۍ بايد په قانوني روزګار وکارول شي.

خبر کې ويل شوي، ذ مراکش د بندر سره نزدې ډوبه شوې کشتۍ کې د 13 پاکستانيانو د جسدونو پېژندګلو شوې ده.

د رويټرز د خبر ترمخه، د مراکش چارواکو هغه وخت ويلي وو، په دویمه جنورۍ روانه شوې کشتۍ کې د 66 پاکستانيانو په ګډون 86 تنه سواره وو، د ډوبېدو وروسته 36 کسان ژغورل شوي وو.

د واکنګ باررډز مشرې هيلينا ملېنو په اېکس ويلي وو، هغه کسان چې ډوبېدو کې مړه شوي، ګمان کيږي 44 يې پاکستانيان وو.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، ډوبو شوو پاکستانيانو کې زيات د پنجاب صوبې دي.

په شپږمه جنورۍ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ يوه غونډه کې د بشري قاچاق جاج اخستل شوی او نوموړي ويلي وو، بشري قاچاق کې د ککړو سرکاري چارواکو ضد پورته کړل شوي اقدامات د ستاينې وړ دي، او بشري قاچاق، انساني سمګلنګ کې د ککړو ټولو ډلو ضد یې د سختو قانوني کارروايانو او د عبرت نخښه جوړولو حکم یې کړی وو.

په 2015 او 2016 کلونو کې یونان، د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه تلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه او شاوخوا لس لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وو.

په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کشتۍ چپه شوې وه، د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.