د امریکې په الاسکا رياست کې الوتکه لادرکه شوې، د پايلټ سره پکې لس تنه سواره وو

د امریکې په الاسکا رياست کې د زيارت، پنجشنبې په ورځ يوه الوتکه د الوت په وخت لادرکه شوې، د پايلټ سره پکې لس تنه سواره وو. چارواکي وايي د الوتکې لټون روان دی.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، د الاسکا د عامه خونديتوب محکمې ويلي، د بېرنګ ايير الوتکه د زيارت په ماښام نزدې څلور بجې هغه وخت لادرکه شوې چې د يوناليکليټ څخه نوم ښار ته روانه وه.

چارواکي وايي، د هغې ځای جاج اخستلی شي د کوم ځای څخه د الوتکې سره په وروستي ځل رابطه شوې وه.

د بېرنګ ايير د عملياتو مشر ډېوډ اولسن ترمخه، الوتکه په 37منټه دپاسه دوه بجې يونالکلېټ ښار ته اوچته شوې او د نيم ساعت وروسته ورسره رابطه قطعه شوې وه.

هغه ويلي، د بېرنګ ايير عمله تفصيلات جمع کوي او بېړنيو مرستو هڅې کوي.

د امریکايي کوسټ ګارډ ترمخه، الوتکې د سمندر څخه نزدې په 19,000 کلوميټره پرواز کولو.

بېرنګ ايير د لویديځې الاسکا 32 علاقو ترمنځ خدمات ترسره کوي. په ډېرو علاقو کې د ورځې په سر دوه الوتکې چليږي.

د نوم اُور مړونکې محکمې ويلي، د موسم د خرابۍ له امله دوی دا وخت هوايي څارنه نه شي کولی، خو دوی بيا هم لټون کوي.

محکمې ويلي، د نېشنل ګارډ، کوسټ ګارډ او نور چارواکي د الوتکې په لټون کې مرستې کوي.

د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي