د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو بنو او ټانک څخه درې تښتول شوي پوليس اهلکار وژل شوي دي، دا په تېرو درېو ورځو کې په جنوبي ضلعو کې په پوليسو د بریدونو پينځمه پېښه ده، لږ تر لږه اته پوليس اهلکار پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
بل لور ته د کرک پوليسو عملياتو کې د پينځو وسله والو وژلو دعوه کړې ده.
د بنو پوليس وايي، پرون په نهمه فرورۍ دوه پوليس اهلکار ریاض او حبيب الله نامعلومه کسانو د بنو بکاخېل منډۍ سيمې څخه تښتولي، او بيا یې په ګُربز سيمه کې په ډزو وژلي دي.
د بنو پولیس په خبره، دواړه پوليس اهلکار د بنو اتمانزۍ تاڼه کې په ډيوټۍ وو.
د بنو څخه تښتول شوو پوليسو په ډزو د وژلو ويډيو په ټولنيزو رسنيو هم خپره شوې، چې دغه دواړه کسان په يو ميدان کې په ډزو وژل کیږي، خو د دغه ځای او ويډيو کره معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې چرته او کله جوړه شوې ده.
د پوليسو د تښتولو زمه واري تراوسه چا په رسمي توګه نه ده منلې، خو پوليس وايي، د پېښې پلټنې یې پيل کړي او زر په پېښه کې ککړ کسان معلوم کړي.
په بنو کې د اتمې فرورۍ په شپه په فتح خېل پوليس چوکۍ وسله وال بريد شوی او دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي وو، د دغه برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
او د بنو ريجن پولیس مشر عمران شاهد ويلي وو، دغه ډول د پوليس حوصلې نه شي ماتولی او وسله والو ادراې به د خاورو سره ګډې کړي.
پرون د پوليس وژنې بله پېښه په ټانک ضلعه کې شوې ده.
د ټانک د پوليسو په وینا، پوليس اهلکار سميع الله چې په ګومل تاڼه کې په ډيوټۍ وو، درې ورځې وړاندې ډيوټۍ روان وو او نامعلومه کسانو د سورولو د ګاډي څخه ښکته کړی او تښتولی وو.
د ټانک د پوليسو مشر [ډي پي او] اسلم نواز وي او اې ډيوه ته وويل، د تښتول شوي پوليس مړی پرون د ګومل تاڼې کوټ اعظم علاقې څخه ترلاسه شوی دی.
په ټانک ضلعه کې د تېرې اوونۍ راهسې د پوليس تښتولو دا درېيمه پېښه ده.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کې په پوليسو د بريدونو پېښې وروسته له هغې سېوا شوي، چې ټي ټي پي د امنيتي ځواکونو عسکرو ته ګواښ کړی وو.
د کرک پوليس وايي، د تېرې شپې راهسې یې په مختلفو علاقو کې عمليات کړي او د پينځو وسله والو وژلو دعوه کړې وه. دا عمليات وروسته له هغې شوي چې پرون خلکو ښه او بدو وسله والو د ختمولو دپاره پاڅون کړی وو.
د جمعې په شپه کرک کې په بادرخېلو په چوکۍ وسله وال بريد شوی، درې پوليس اهلکار پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.