د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ليبيا کې يوه کشتۍ ډوبه شوې، د پاکستانيانو په ګډون پکې 65 کسان سواره وو، پاکستان وايي، په دغې اړه طرابلس کې د پاکستان سفارتخانه د ځايي چارواکو سره په رابطه کې ده.
د بهرنيو چارو دفتر ويلي، د ليبیا پایتخت طرابلس کې د پاکستان سفارتخانې ویلي، کشتۍ د ليبيا شمال لويديځ زاويه ښار کې د مرسا ډيلا بندر سره نزدې ډوبه شوې ده.
ويل شوي، د پاکستان سفارتي چارواکي د زاويه روغتون ته لېږل شوي چې د ډوبو شوو پېژندګلو کې مرسته وکړي.
د دې ترڅنګ سفارتخانه هڅه کوي چې د پاکستاني اغېزمنو نور معلومات راټول کړي.
د بهرنيو چارو دفتر ويلي، کرايسز منېجمنټ څانګه فعاله کړل شوې د دې دپاره چې د حالاتو څارنه کوي.
د تېرې جنورۍ د میاشتې په 16مه د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویلي وو، د موريتانيا څخه سپېن ته تلونکې يوه کشتۍ چې 80 تنه پکې سواره وو، ګڼ یې پاکستانيان وو، ډوبه شوې وه.
له دې وړاندې د کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې [واکنګ بارډرز] ويلي وو، 50 تنه کډوال چې زياتره یې پاکستانيان وو، د لويديځې افريقې څخه سپېن پله تلونکې کشتۍ کې ډوب شوي وو.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] په اوومه فرورۍ خبر ورکړی، د څلورو پاکستانيانو جسدونه د اسلام اباد هوايي ميدان ته راوړل شوي، څلور واړه د پنجاب صوبې دي.
د خبر ترمخه، پاکستاني چارواکو ويلي، د بشري قاچاق د مخنيوي دپاره د منظمه پلان په عملي کولو کار روان دی.
په شپږمه جنورۍ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ يوه غونډه کې د بشري قاچاق جاج اخستل شوی او نوموړي ويلي وو، بشري قاچاق کې د ککړو سرکاري چارواکو ضد پورته کړل شوي اقدامات د ستاينې وړ دي، او بشري قاچاق، انساني سمګلنګ کې د ککړو ټولو ډلو ضد یې د سختو قانوني کارروايانو او د عبرت نخښه جوړولو حکم یې کړی وو.
په 2015 او 2016 کلونو کې یونان، د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه تلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه او شاوخوا لس لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وو.
په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کشتۍ چپه شوې وه، د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.