د جمعيت علمااسلام ګوند جرګې د پښتونخوا قبايلي او جنوبي ضلعو کې د امن غوښتنه کړې

جمعيت علما اسلام ف ګوند قامي مشاورتي جرګه

جمعيت علما اسلام ف ګوند قامي مشاورتي جرګه

جمیعت علما اسلام ف ګوند پښتونخوا کې ورګډو او جنوبي ضلعو کې د امن بحالۍ دپاره قامي مشاورتي جرګې کړې، يادو سیمو کې یې په خرابې امنیتي وضعې، هدفي وژنو او عملياتو کې د قبایلو خلاف په کاروایانو اندېښنه ښودلې ده.

جرګې په ګډه د حکومت نه غوښتي، د امن بحالۍ دپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي. جرګه پرون په لسمه فرورۍ پېښور کې شوې او په متفقه توګه یې د 11 نکاتو اعلامیه خپره کړې ده.

قامي مشاورتي جرګې ته وینا کې د جمعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان وویل، پاکستان یو وفاقي ملک دی. دلته د پنجابي، سيندي، بلوچي او پښتون قامونو ځمکې او وسایل معلوم دي. که څوک د یو قام په وسایلو قبضه کول غواړي نو د امنیت مسله به ورسره پیدا کیږي.

"په پښتونخوا کې کوم وسایل دي. نو هغې باندې د پښتون او د پښتون د بچي حق دی. نه امریکې ته اجازت شته، چې زما اجازت نه بغېر زما وسایلو ته لاس واچوي. او نه وفاقي حکومت ته حق شته او نه پوځ ته حق شته، چې هغه په زوره زما په وسایلو قبضه وکړي".

نوموړي وويل، که دا سلسلې جاري وې، نو بیا به د اسټبلېشمنټ، د حکمرانانو او د عوامو تر مینځه اعتماد پیدا نه شي.

مولانا زياته کړه، د دې جرګې د اعلامیې عملي کولو د پاره به ټول ګوندیز کانفرنس راغواړي. که د هغې نه پس هم د پښتنو مسلې هوارې نه شوې نو اسلام اباد پله به لاریون کوي.

د جرګې اعلامیه کې افغانستان سره د تجارت د ټولو لارو پرانیستو غوښتنه هم شوې ده.

د باجوړ ضلعې د پیپلز پارټۍ مشر اخوندزاده چټان وويل، "اصل مسله داده چې دا بدامني دې خاورې ته راغلې زمونږ د ریاست د غلطو پالیسیانو نه. تر هاغه پورې دلته دا حالات نه شي سمېدی، تر څو پورې چې زمونږه ریاست خپلې پالیسیانې درستې کړې نه وي".

چټان زياته کړه، "په دغو پالیسیانو کې په خصوصي توګه د افغانستان سره چې زمونږه کومه پالیسي ده"، هغې ته بيا کتنه پکار ده او او بيا بيا دا "ثابته شوه چې د افغانستان د پاره زمونږ (پاکستان)کومه پالیسي ده دا غلطه ده".

د جمعيت علمااسلام ف ګوند د جرګې نه وړاندې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې جمرود کې پښتون قامي جرګ کې هم افغانستان سره د اړیکو سمولوغوښتنه شوې وه. او بیا صوبایي حکومت افغانستان سره په خپل سر د تعلقاتو ښه کولو دپاره د رابطو ويلي دي.

د جرګې ګډون والو وویل، پخوانۍ فاټا کې د خرابو حالاتو نه تنګ شوو پښتنو فکر کوو چې 2018م کې فاټا پښتونخوا کې د ضم کېدو نه پس او اېف سي آر قانون ختمیدو سره به دغو سیمو کې امن راشي.

جرګې ته د مومند ضلعې نه ورغلي قامي مشر ملک زيارت ګل مومند وويل، دوی په دې بنياد جرګې ته د امن دپاره راغلي دي.

"د انضمام په کېدو مونږ ته دې خلکو وویل چې دلته به امن راشي او دلته به کډوالي نه وي او دلته به جنګونه نه وي نو هغه انضمام سره جنګونه او کډوالي یو په دوه شوه او حالات نور هم پسې خراب شول".

مې 2023م کې اسلام آباد کې عوامي نیشنل ګوند د امن په موضوع ټول ګوندیز کانفرنس کړی وو. تېر کال د اکتوبر په مياشت کې جمرود کې پښتون قامي جرګه شوې، بیا هم دغه کال دسمبر کې ګورنر ټول ګوندیز کانفرنس رابللی وو.

د جمرود جرګې د 22 غوښتنو جاج اخستو دپاره د پښتونخوا اسمبلۍ په اوومه فرورۍ خصوصي غونډه کړې وه. خو پوهان وایي د دغو ټولو یادو جرګو کومې نتیجې تردې دمه نه دي ښکاره شوې.