ټرانسپرنسي انټرنیشنل: پاکستان په نړۍ کې په 46 نمبر تر ټولو فاسد هیواد دی

د روڼتیا د نړیوالې ادارې یا ټرانسپرنسي انټرنېشنل د کرپشن انډېکس له مخې، پاکستان په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۳۵م مقام ته ښکته شوی، چې دا هېواد د نړۍ ۴۶م تر ټولو فاسد هېواد ګرځوي.

د راپور له مخې، د پاکستان اسکور ۲۷ ته راکم شوی،چې تېر کال دا سکور ۲۹ و.

کارپوهان وايي، دا ښکته تګ دا ښيي چې په پاکستان کې اداري فساد زیات شوی دی.

د پاکستان د خرابې درجې عوامل:

څېړونکي وايي، د پاکستان د اداري فساد د خراب وضعیت لوی لامل د عدلي نظام کمزورتیا، ټولنیز چلند، او اقتصادي کړکېچ دی، چې پکې فساد یو عادي عمل ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، دا خرابوالی ورځ تر بلې زیاتېږي، او د دې د مخنیوي لپاره هېڅ جدي هڅه نه تر سترګو کېږي.

ټرانسپرنسي انټرنېشنل وايي، د کرپشن د درک (Perception) انډېکس د جوړولو لپاره اته بېلابېلې سرچینې کارول شوي.

په "ورایټیز آف ډیموکراسي پروجیکټ" کې د پاکستان اسکور له ۲۰ څخه ۱۴ ته راکم شوی، او په "اکانومسټ انټیلېجنس یونټ" کې له ۲۰ څخه ۱۸ ته ښکته شوی.

د نړۍ تر ټولو فاسد او شفاف هېوادونه

د راپور له مخې، ډنمارک تر ټولو لږ فاسد هېواد بلل شوی، په داسې حال کې چې سویلي سوډان، سومالیا، او وینزویلا تر ټولو فاسد هېوادونه ګڼل شوي.

په ایران، عراق، او روسیه کې هم د فساد زیاتوالی لیدل شوی. روسیه ۱۵۴م، افغانستان ۱۶۵م، او بنګله‌دېش ۱۵۱م نمبر ته تللي دي.

د پاکستان د پلډاټ ادارې مشر احمد بلال محبوب وايي، د فساد د زیاتوالي لوی لامل په هېواد کې د قانون نه عملي کېدل دي.

هغه وایس آف امریکا اردو څانګې ته ویلي، حکومت د فاسدو خلکو پر ضد عمل نه شي کولای، او یوازې د سیاسي مخالفینو پر ضد اقدامات کوي، برعکس د خپلو خلکو په فساد سترګې پټوي.

د هغه په وینا، "پاکستان ته د اقلیم د بدلون له امله د مرستې پیسې راغلې، خو په هغې کې هم درغلي وشوه."

احمد بلال محبوب وویل، د عدلي نظام کمزورتیا هم لویه ستونزه ده، ځکه که یو ښه وکیل ولري، یو فاسد شخص، یا حتی یو قاتل هم، د قانون له منګولو خلاصېدای شي.

هغه زیاته کړه، د فساد پر ضد کارکوونکي ادارې لکه نیب، ایف‌ آي ‌ای، او پولیس هم سیاسي فشارونو ته تسلیم شوي دي، چې له امله یې فساد لا زیات شوی.

د پاکستان درجې کې بدلون

د سینټر فار ایروسپېس اینډ سېکیورټي سټډیز مشاور ډاکټر عثمان چوهان وايي، د ټرانسپیرنسي انټرنیشنل درجه بندي یواځې د فساد پر اساس نه کېږي، بلکې که نور هېوادونه ښه شي، ستاسو درجه به ښکته راځي.

هغه وویل، که یو هېواد دوه درجې پورته ولاړ شي، نو ستاسو درجه به راټیټه شي.

سیاسي شنونکی ډاکټر بدر سهیل وايي، د فساد د زیاتوالي تر شا اقتصادي ستونزې، ټولنیز سیستم، او عدلي نظام شامل دي، چې د وخت په تېرېدو نور هم خراب شوي دي.

هغه وايي، بدبختانه، د خلکو اقتصادي مشکلات دومره زیات شوي چې اوس رشوت ورکول یو عادي عمل ګڼل کېږي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د فساد د مخنیوي لپاره ګټور اقدامات شوي. چارواکي وايي، نیب او د اداري فساد ضد ادارې فعالې دي، او د ډېرو کسانو پر ضد یې اقدامات کړي دي.

( د وي او اې اردو په مننه