د بلوچستان په بارکان سیمه کې نامعلومو وسلوالو له پنجاب سرہ تعلق لرونکي اووہ مسافر وژلي دي۔ چارواکي

د بلوچستان د بارکان ضلعې د لیویز چارواکو په وینا، ”نامعلومو وسلوالو له پنجاب صوبې سرہ تعلق لرونکي اووه مسافر له بس څخه کښته کړ‎ي، او له شناخت ورسته یې په ډزو وژلي دي“.

د چارواکو په وینا، په رکڼۍ روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی، او عمله حاضرہ دہ.

د چارواکي وایي، وسلوالو دغه مسافر بس له رکڼۍ مرکز څخه شاوخوا 46 کیلومیټره لیرې، د چودري پټرول پمپ په نامه سیمه کې درولی دی.

د چارواکو په خبرہ، ”له دې وسلوال برید ورستو په ضلع لورالایي، کنگرۍ او شاوخوا سیمو کې مسافرو بسونه او ځایي موټرونه د احتیاط په توګه درول شوي او د پر مخ تګ اجازت نه ورول کېږ‎ي“۔

د بلوچستان وزیر اعلا او نورو لوړ‎ پوړ‎و چارواکو یادہ پېښه غندلې او په په پېښه کې ککړ‎و ته د سختې سزا ورکولو امر کړی.

د بارکان لیویز چارواکي د نوم به ښولو په شرط ډیوہ ته وویل، یاد مسافر بس له کوټې څخه لاهور ته روان و، چې د بارکان په رکڼۍ سیمه کې درول شوی او له شناخت ورستو مسافر وژل شوي دي،.

زیاته یي کړه، ”وسلوالو له شناخت ورستو مسافر له بس څخه ښکته کړي، د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي، او له ھغه وروسته یې اووه تنه وژلي، د وژل شوو تعلق د پاکستان له پنجاب صوبې سرہ دی“۔

د ضلع بارکان د لیویز چارواکو په وینا، ”وسلوالو اول پر بس ډزې کړ‎ې دي او د بس ټایرونه یې پنکچر کړ‎ي، له ھغه پس بس درول شوی او مسافر یې وژلي۔

د چارواکو په وینا، یادہ سیمه ته امنیتي ځواکونه لېږ‎ل شوي چې د پېښې تحقیقات یې شروع کړ‎ي دي. زیاتوي، امنیتي ځواکونه یادې سیمې ته استول شوې تر څو د وسلوال بریدګرو پر ضد عملیات وکړ‎ي۔

د بلوچستان پنجاب، پښتونخوا صوبې ترمنځ تر دې وړ‎اندې ھم مسافر بسونه په نخښه شوي. تېر کال د اګست په میاشت کې و بارکان ته نېږ‎دې موسی خېل ضلعې د راڼا شم په سیمه کې 23 مسافر له بسونو څخه کوز کړل شوي او وژل شوي وو۔