په کال 2019 کې به په افغانستان کې سوله وشي؟

د صدر اشرف غني دحکومت د سولې په پروسه کې تندو هلو ځلو گمانونه سِوا کړي دي چې افغان طالبان به پخلا شي او په افغانستان کې به 17 کلنه جگړه پای ته ورسي، د ځيني کارپوهانو په خیال په کال 2019 کې به په افغانستان کې سوله وشي.

د افغانستان د چارو کارپوهان دا گمانونه شاید ځکه کوي چې د سيمه ایزو طاقتونو پاکستان، روس، چين،ایران، متحده عرب اماراتو،سعودي عربستان او قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې د نور هر کله په پرتله ډېر چټکتوب شورو کړی دی. ددغه یادو هیوادونو مشرانو وار په وار ويلي دي چې طالبان به پخلا کړي او د افغان حکومت سره به یې نیغه په نیغه خبرو ته کینوي. بلې خوا ته ددې جگړې دوه مهمو فریقینو د امریکا او د طالبانو استازو هم د یوبل په دې تیرو څو میاشتو کې څو ځله لیده کاته کړي کړي دي.

په دې لړ کې تر ټولو تازه هلې ځلې په ایران کې شوي دي. د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان د سولې په حقله د جوړیدونکې غونډې څخه دمخه ایراني چارواکو ويلي دي چې په تهران کې دطالبانو او ایراني چارواکو د ناستې مقصد دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو اترو ته لاره هوارول دي.

د دسمبر په میاشت کې په متحده عرب اماراتو کې هم یوه غونډه شوې وه چې دطالبانو دقطر د دفتر پلاوي هم برخه اخستې وه.
د نومبر په لسمه نیټه په ماسکو کې د طالبانو د استازو په گډون د دولسو هېوادونو د نمایندگانو یوه مشاورتي غونډه شوې وه چې پکې د افغانستان د سولې د عالي شورا د څلورو غړو نه علاوه د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړیو هم گډون کړی وو.

د ماسکو د غونډې نه ورستو په څلورم دسمبر په اسلام اباد کې هم یوه غونډه شوې وه چې د نړیوالو رسنیو تر مخه دطالبانو د قطر د دفتر استازي شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، ضیاء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي هم پکې وو. رپورټونه وايي د نومبر په میا‍شت کې د طالبانو هم دا پلاوی په ماسکو غونډه کې موجود وو.

د امریکا له خوا په افغانستان کې د صدر ټرمپ ځانگړي استازي زلمي خليلزاد هم په تیرو دوه میاشتو کې دوه ځله د کابل، متحده عرب اماراتو او پاکستان نه علاوه د اووه ملکونو سفرونه وکړل.

په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ د جنوبي ایشیا لپاره د تگ لارې تر ټولې مهم ټکي هم په افغانستان کې د سولې او ثبات په حقله وو.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان کردار هم مهم گڼي. په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي د کابل د دوه ځله سفر ورستو د قطر يو ورځنی سفر کړی دی.

په قطر کې د کال ۲۰۱۳م راهسې د طالبانو سیاسي دفتر جوړ دی.

هغه د قطر څخه د ستنیدلو پس ويلي دي د قطر د سفر هدف يې د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې د پاکستان د گامونو څخه د قطر خبرول وو.

شاه محمود قرېشي د کابل ترڅنگ، د بيجينگ، ماسکو او تهران سفرونه هم کړي دي.

د دسمبر په پینځلسمه نیټه چین، افغانستان او پاکستان په سيمه کې د امنيت خوندي کولو لپاره یو درې اړخيزه مفاهمت لاسلیک کړې وو او په طالبانو يې غږ کړی وو چې د سولې خبرو ته دې کیني.

خو که یو خوا دغه هېوادونه د سولې په پروسه کې متحرک دي او څیړونکي د سولې گمان کوي خو تر اوسه د طالبانو لخوا نه خو د افغان حکومت سره د خبرو څه نښې نښانې ښکاري او نه یې خپله دغه غوښتنه کې څه بدلون ښودلی دی چې تر څو خارجي ځواکونه د افغانستان نه وتلي نه وي په افغانستان کې جگړه نه شي ختمیدلې.

تېره اونۍ طالبانو ویلي وو د افغانستان دحکومت سره به په سعودي کې کیدونکې غونډه کې مخ په مخ خبرې نه کوي.

په متحده عرب اماراتو کې هم طالبانو د افغان حکومت د استازو سره د مخامخ ليدو نه انکار کړی وو.

په نزدو ورځو کې په جده کې د افغانستان دسولې په اړه مهمه غونډه کې به امریکایي استازی زلمی خلیل زاد،د افغانستان د حکومت استازي، دسعودي او دمتحده عرب اماراتو چارواکي هم برخه اخلي.

د څیړونکو په خیال د سعودي عربستان د غونډې ورستو به خبره نوره سپينه شي چې په کال 2019 کې په افغانستان کې د سولې امکانات څومره دي.