په افغانستان او پاکستان کې د 85 پښتنو د وژنو زموار څوک او پرې سیاسي او مذهبي مشران خاموشه ولې دي؟

په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په ننگرهار، او د پاکستان په سيند او پښتونخوا صوبو کې نزدې 85 کسان وژل شوي چې ټول پښتانه وو، څیړونکي وايي د دوه لسیزو نه زیاته موده وشوه چې د وژنو دا لړۍ نه ودریږي.

په ټولڼیزو رسنیو تازه وژنو ته بې رحمه وژنې ویل شوي. ځیني سیاسي کارکنانو د خواشینیو ښودولو ترڅنگ په دغو وژنو د سیاسي او مذهبي مشرانو په خاموشه پاتې کیدلو پورې طنزیه ټویټونه اوسوالونه هم کړي دي.

په ټويټرد پښتونخوا ملي گوند یو زلمي فعال داود خان پښتون لیکلي دي:

"په درې ورځو کې پښتون قام 85 جنازې پورته کړې نه خو چا په فلسطین کې احتجاج وکړو او نه په کشمير کې چا لاریون او نه چا غندنه وکړه"

د پښتنو په سیمو کې مذهبي گوندونه په کشمير یا فلسطین کې د وژنو په ضد اکثره احتجاجونه کوي او د جمعې په خطبو کې امامان هند او اسرایل ته بدې ردې وايي.

په پاکستان او افغانستان کې د ترهگرو په حملو، په پوځي عملیاتو یا د احتجاجونو په مهال د عسکرو د لاسه د وژنو پېښې نوې خبره نه ده.

د مۍ په 26 مه نیټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر چیک پوسته د احتجاج په وخت 16 مظاهره چیان وژل شوي وو. د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډیوه ته ويلي وو دا مظاهرچیان د پاکستان عسکرو په ډزو وژلي وو. د پاکستان پوځ وايي حمله د پي ټي ایم غړو کړې وه.

هم روان کال د فبرورۍ په 12 مه نیټه د بلوچستان په لورا لاي سیمه کې د احتجاج په وخت د پي ټي ایم یو مخکښ ارمان لوڼی د پولیسو په حمله کې وژل شوې وو.

که څه هم ددغو دعوو تصدیق کوم بې پلوه نړيوال تنظیم یا عدالت نه دی کړی خو په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ لپاره کارکونکي تنظيم پښتون ژغورنې غورځنگ مشران تل تور پورې کوي، چې ریاستي ادارې د پښتنو نسل وژنه کوي.

د پاکستان چارواکي نه یواځې دغه تورنه ردوي بلکې په ځواب کې وايي پي ټي ایم د هیواد د غلیمانو په لمسه د اړي گړي جوړولو کوښښونه کوي.

د پاکستان د چارواکو ترمخه د هیواد امنيتي ادارو تل د اولس دفاع کړې. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو بیا بیا تکرار کړې چې پاکستان د ترهگرۍ خلاف په شریکه جگړه کې سترې قربانۍ ورکړي دي او په تیره یوه نیمه لیسزه کې د امنیتي عسکرو په گډون نزدې 70000 زره پاکستانیان وژل شوي دي خو د پي ټي ایم مشران وايي په دغو وژل شوو کسانو کې د 50000 زره نه زیات پښتانه وو.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتين څه موده وړاندې د امرېکې په ورجینیا کې ېوې جلسې ته په ویډیو وینا کې ويلي وو د جنگ په نوم ټوله گټه د هیواد نورو برخو ته ورسول شوه او پښتنو ته یواځې تباهي ورسول شوه، هغه وویل:

" کنسټرکشن (ابادي) په پنجاب او ډيسټکرشن(بربادي) په پښتونخوا کې کیږي"

د منظور پشتين په خیال د تر هگرۍ خلاف په جگړه کې یواځې هغه ځایونه برباد شول چرته چې پښتانه اباد وو:

"په جنگ کې دوي ځانونه اباد کړل او پښتانه پکې برباد شول"

د تېرې یوې اونۍ پېښو ته یوه لنډه کتنه

ننگرهار- اکتوبر 18

د افغانستان د مشرقي صوبې ننگرهار د هسکې مېنې اولسوالۍ په یو جومات کې د جمعې د لمانځه په مهال په چاودنه کې 69 کسان وژل شوي او 34 ژوبل شوي دي.

د ننگرهار نه یو ټولنيز فعال ويلي وژل شوي په خټه شینواري پښتانه وو، فعال چې نوم نه ښودل غواړي وايي د هسکې مېنې ټول نارينه یې مړه کړل.

د ملگرو ملتونو ادارې یوناما ویلي دي په افغانستان کې یواځې په تیرو دوه میاشتو کې نزدې 1200 کسان وژل شوي. اداره وايي دا د وژنو په تیرو لسو کې د تر ټولو لوړه کچه ده. اداره وايي د کال 2019 په لومړیو 9 میاشتو کې 2563 افغانان وژل شوي دي.

ټانک- اکتوبر 17

د اکتوبر په 17 مه نیټه د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د ډزو په پېښه کې 13 کسان وژل شوي دي. د ټانک پوليس وايي دا مړي د ټانک نه 30 کلوميټره لرې د لکي مروت سره په پوله ملازۍ سيمه کې د دوه ډلو ترمنځ په جگړه کې شوي. خو د وژل شوو خپلوانو ویلي د چا سره یې دښمنۍ نه وي.

په ډزو کې د يو وژل شوي 12 کلن ماشوم سجاد تره ډيوه ته وويل دغه ماشوم نور ماشومان د مدرسې نه کور ته بوتلل او په لار کې ترې کسانو پوښتنه وکړه چې شناختي کارډ وښايه او د شناختي کارډ په نه ښکاره کولو یې مړ کړو. دغه شان دعوې د سیمې نورو اوسیدونکو هم کړي دي.

کراچۍ - اکتوبر 16

د کراچۍ څخه خبریالان وايي په 16 م اکتوبر د پاکستان د نيم پوځي ځواک رینجزز په نیغو ډزو کې درې احتجاج کونکي وژل شوي دي. د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلي دي وژل شوي کسان د شمالي وزیرستان وو. درې واړه ډرایوران وو.

په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې درې مړي په وینو کې لړلي پراته دي، یو تن په پنجابي ژبه کې وایي:

"ډرېورانو رېنجرواله (نيم پوځي ځواک) په کاڼو وویشتل او بیا رېنجرز راغلل مخامخ یې په ډرېورانو ډزې وکړې"

د بشري حقونو یو فعال شېر ايوب په کراچۍ کې د ډيوه خبریال ته ويلي، د پوځي ادارې فرنټير ورکس ارگنایزیشن او د موټروې چارواکو په گاډو کې د زیات وزن د حساب په وجه تر دریو ورځو راهیسې ټرکونه ودرولي وو، ډرایورانو په دغه خبره احتجاج کوو چې په ډزو اووژل شول.

رینجرز چارواکو په دغه پېښه تر اوسه خپل غبرگون نه دی ورکړې خو رپورټونه وايي چې د سیند اعلا وزير مراد علي شاه د صوبې د پولیسو موقتي مشر ته امر کړی چې د پیښې بې پلوه پلټنې دي وکړي. پاکستاني مطبوعاتو د یو پولیس چارواکي په حواله ليکلي دي چې په پېښه کې د ککړو کسانو پپژندگلو نه ده شوې او نه څوک نیول شوي دي.