په افغانستان کې له پاکستانه د امن هیله مندي ولې سېوا شوه؟

د کابل او اسلام اباد تر منځ د اختلافونو د ختمیدلو نوي امیدونه په داسې وخت کې کیږي چې واشنگټن وايي دبل هر وخت په پرتله په افغانستان کې د سولې هیلې زیاتې شوي او امریکا دافغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو ته دلارې هوارولو هڅې کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان نایب سفير زردشت شمس ويلي دي د پاکستان د نوي حکومته د افغانستان لپاره پیغامونه او بیانونه ډیر مثبت دي.

ښاغلي شمس وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل وس په پاکستان کې نوی حکومت راغلی دی، دپاکستان د نوي وزیراعظم عمران خان اود خارجه چارو د وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان لپاره پیغامونه او بیانونه ډېر مثبت دي، هغه وویل

"په افغانستان کې هیله مندي زیاته شوی ده، امید دی چې څه حرکت پیدا شي"

زردشت شمس وویل افغانستان په تمه دی چې پاکستان چې کوم لوظونه کړي ووهغه وس وپالي، هغه وویل

"زمونږ زیاته تادي ده زمونږه زیاته جلدي ده چې په هغې عملي کار شورو شي، هغه ژمنې چې شوي دي مونږ حاضر یو، مونږ په خپل برخه کې کار کړی دی د افغانستان حکومت. زمونږ د پاکستانه هم تمه دا ده"

تېره اونۍ د پاکستان په سفر د افغانستان د چيف ایگزیکټیو یو مشير مزمل شینواري ويلي وو افغانستان غواړي چې پاکستان خپل اخلاص وښايي او طالبان مجبور کړي چې روغه وکړي او يا يي د پاکستانه وباسي.

هم دا اونۍ د پاکستان د مختصر سفر نه ورستو د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل امریکا او پاکستان دې په خپلو مشترکه ژمنو عملي کولو کار شورو کړي.

د امریکې د پوځ مشر جنرل جوزف ډنفرډ هم د مایک پامپېیو سره د پاکستان په سفر وو. هغه وویل د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره یې د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې په اړه خبرې کړي دي.

صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د جنوبي ایشیا لپاره په خپله تگ لاره کې په پاکستان غږ کړی وو چې پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو خلاف نور اقدامات وکړي.

ښاغلي شمس د یو تپوس په ځواب کې وویل د پاکستان خارجه وزیر به راتلونکې وونۍ د کابل سفر کوي، هغه وویل

" امکان لري چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير افغانستان ته سفر ولري او هغه موضوعات چې هم داسې پاتې دي په هغې بیا خبرې وشي او د هغې په عملي کولو هم بحث وشي"

د پاکستان پوځي او حکومتي مشرانو په تیرو څو کالو کې بیا بیا ويلي دي چې په افغانستان کې امن غواړي او دا چې طالبان به خبرو ته کینوي.

د پاکستان نوي منتخب وزیراعظم عمران خان هم په انتخاباتو کې د گټې ورستو په خپل وړومبي تقرير کې ويلي وو د افغانستان سره ښه تعلقات جوړول غواړي.

د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قریشي هم په خپل یو بیان کې ويلي دي د پاکستان د نوي حکومت هدف دی چې په سیمه کې امن او ثبات راشي.

خو ښاغلي قریشي دا خبره نه مني چې وسله وال د پاکستان په خاوره پناه ځایونه لري، هم دغه دریځ د پاکستان د پوځ دی. دپاکستان پوځ وايي په هیواد کې یې د وسله والو محفوظه پناه ځایونه نشته دی.

د پاکستان نوی حکومت به د افغانستان لپاره په خپله تگ لاره کې څه بدلون راولي کنه؟ په دې اړه څیړونکي ډېر خوشبینه نه ښکاري خو څوک داسې سکوټه خبره هم نه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځه د طالبانو په موضوع کشاله نشي هوارېدلې.