په پاکستان کې د مذهبي سپکاوي وروسته، د هندوانو په مندر او کاروبار چا حملې وکړې؟

د پاکستان په سند صوبه کې د هندوانو په یو مندر د حملې او د کاروبارونو د لوټولو په تور کې پولیسو د گڼ شمیر کسانو په ضد مقدمې جوړې کړي دي.

د سپټمبر په 14 مه نیټه په گوټکي ښار کې یو شاگرد په خپل استاد نوتن مل د مسلمانانو د پیغمبرد سپکاوي تور پورې کړی وو.

ددغې تور ورستو په گوټکي کې قهر جنو مظاهرچیانو په شاهي بازار کې د هندوانو کاروبارونه تاله ترغه کړي وو او سادرام داس مندر ته یې زیان رسولی وو.

د پاکستان د بشري حقونو ډلې هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان یوه ویډیو خپره کړې چې پکې قهرجن مظاهرچیان ښودل شوي. ایچ ار سي پي په خپله پاڼه لیکي:

" ویډیو ویرونکې ده، د یوې مذهبې لږکي پر ضد ډله ایز تشدد غیرانساني او د منلو نه دی"

یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ليکلي دي د سپټمبر په 15مه په انټرنیټ زیاته خپره (وایرل) شوی ویډیو کې لیدل د سند اسمبلۍ د یو پخواني غړي او ځايي مخوریز میا مټو ورور میا اسلم د قهر جنو مظاهره چیانو مشري کوي.

د سند صوبې د پولیسو یو مشر ډاکټر جميل په یو ټویټ کې لیکلي دي په ښار کې د بې قرارۍ جوړونکو په ضد یې د مذهب د سپکاوي، امن ته زیان رسولو او د بازاونو لوټولو قضيې درج کړي دي.

پولیسو د مذهب اسلام په سر تورن شوي استاد په ضد هم د اسلام د سپکاوي قضیه جوړه کړې ده. د سند صوبې په ځاي مطبوعاتو کې راغلي دي چې نوتن داس دا وخت د پولیسو په څارنه کې دی.

پولیسو مطبوعاتو ته دا هم ويلي دي چې په نوتن داس تور لگونکی طالب علم محمد احتشام منکر دی او وايي دا کار هغه نه دی کړی بلکې د هغه په نوم د یو جعلي اکاونټ نه شوی دی. خود احتشام پلار وايي چې هغه ته یې زوي شکایت کړی وو چې نوتن داس د پیغمبر سپکاوی کړی دی.

په گوټکي کې په هندوانو د حملو په وخت یو نامتو هندو تن کپیل دیو په ټویټر یوه گیله کړې ده:

"ایا مونږ پاکستانیان نه یو"

هغه په دې موضع د ټویټونو یوه لړۍ کې ليکلي دي هندوان د پاکستان د ټولې ابادۍ یواځې دوه فیصده دي، ماته دې څوک وښايي چې د زمونږ 98 فیصدو ته څخ خطر دی؟"

په پاکستان کې د شمارياتو د محکمې ترمخه په ملک کې د هندوانو شمېره 3.6 ملينه ده.

د پاکستان یوه ورځپاڼه ليکي د سپټمبر په څوارلسمه د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي میا مټو اولس اړي گړي ته پارولی وو.

اوس په ټولینزو رسنیو کې په راغلي عکسونو کې میا مټو د پاکستان د وسني وزیراعظم عمران خان، پوځي جر نیلانو او نورو مخوریزو سره لیدل کیدی شي.

میا مټو په ځان لگیدلي تورونه ردوي خو په په میا مټو دا هم تورونه دي چې هغه د هندوانو جینکو د مذهب د بدلولو د منصوبې سر خیل دی.

یو پاکستاني کالم لیکونکي نديم پروچه په ټویټر لیکلي دي چې میا مټو د پیلپز گوند نه شړل شوی وو، بیا د عمران خان په گوند تحریک انصاف کې شامل شو خو چې د اسمبلۍ ټکټ ورته ور نه کړی شو نو اوس ځان په دې کارونو ژوندی ساتي.

د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون

په پاکستان کې د مذهب سپکاوی یو ډیره حساسه مسله ده. داسې څو ځله شوي چې تورن تن د شواهدو او عدالت پرته قهر جنو مظاهره چیانو وهلی، ټکولی او بیا وژلی وي چې ورستی مثال یې مشال خان دی.

مشال خان په 13 اپریل 2017 کې د عبدالولي خان پوهتنون نورو طالبعلمانو او د پوهنتون غړو وژلی وو. د عدالتي فیصلې تر مخه مشال خان بې گناه وو.

د پاکستان د مذهب دسپکاوي په لانجمن قانون کې د مذهب د سپکاوي سزا مرگ دی. ددې قانون ناقدين وايي زیاتره وخت دا قانون د شخصي دښمنیو لپاره کارول کیږي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په 1986 کې پخواني پوځي امر جنرل ضیا الحق جوړ کړې وو.

ددې قانون لاندې چاته هم د مذهب د سپکاوي اجازت نشته. ددې لانجمن قانون د جوړیدلو را په دېخوا نزدې 1500 کسان تورن کړی شوي چې زیاتره پکې غیر مسلمانان وو.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په لانجمن قانون په هېواد کې دننه او بهر نیوکې کیږي دي چې اصلاحات دې پکې وشي.

تییر کال د نومبر د میاشتې په 19 مه نیټه د پاکستان وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت په دوه ورځني رحمت العالمين کانفرنس کې ويلي وو پاکستان به د مذهب د سپکاوي په ضد يو نړيوال قرارداد وړاندې کوي.

هغه ویلي وو هر څو کاله پس په غربي نړۍ کې د اسلام د پيغمبر سپکاوی کيږي، چې د مسلمانانو زړونه ورسره ازاريږي او د دغه عمل د مخنیوي لپاره به د پاکستان حکومت يو قرارداد راوړي.

ښاغلی خان به دغه قرارداد کله او چرته وړاندې کوي نه ده معلومه.