پښتانه د پاکستان د ازادۍ قيمت ورکوي خو میوه یې نور خوري

پښتانه واېي دويي د پاکستان د ازادۍ قیمت ورکوي خو میوه یې نور خوري- دډیوه ریډیو په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې وتلي سیاسي مشراو کالم ليکونکي افراسییاب خټک، وتلي شاعر او دانشور ‏رحمت شاه سایل ، پروفیسر او څیړنکار فیض الله جان او د فاټا د طالبعلمانو یوې مشرې ثمرين وزير خبرې کړي دي-

افراسیاب خټک واېي نن چې نور خلق د پاکستان د اذادۍ خوشحالۍ کوي دوېي په کویټه کې د وژل شوو پښتنو وکيلانو لاس نيوې کوي-

رحمت شاه سایل واېي وس حال دادی چې د قام په هیڅ د دوېي ژوند په سختې ویرې او زهني ناقلارۍ کې تیریږي-

فیض الله جا واېي پاکستان یو سیکویرټي سټیټ دی او په تیرو اویا کالو کې یې زیات زور په پوځ سوا کولو او وسله جوړولو کې تیر کړی دی-

ثمرين وزير واېي نن ټوله ورځ ټي وي ته ناسته وه چې د پاکستان صدر به د فاټا د خلقو او امتیازي قاونو ختمولو په حقله څه خبره وکړي خو هغه هډو څه ونه ویل-

د میلمنو د خبرو څخه مو ستا سو لپاره ځيني چوڼ کړی دی په لانديني لينک یې اوریدلی شئ – د پروگرام کوربه رحمان بونیری ؤ

Your browser doesn’t support HTML5

پښتانه مشران په څوارلسم اگست څه واېي؟